
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې۱۰مه) ویل شوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی د روانې اوونۍ په اوږدو کې ازبکستان ته سفر وکړي.
د راپورنو له مخې، د امریکا دغه استازی په تاشکند کې له ازبک چارواکو سره ګوري.
د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویل؛ د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الیس ویلز به له ازبک چارواکو سره د شوکت میرضیاییف په ولسمشرۍ دوره کې پرمختګونه وارزوي.
لا تر اوسه نه دي ښودل شوي، چې ویلز به څه وخت تاشکند ته سفر وکړي.
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، ویلز به تر دې سفر دمخه په لندن کې له برېتانیایي چارواکو سره وګوري.