کوم دښمن عمده دی؟

د دښمنانو تر منځ د عمده دښمن پیژندنه یو فلسفی اصل دی، د دی اصل سره په احتیاط برخورد کول پوره پوهه او احتیاط غواړي. پدی اړه احساساتی لیکنې او بحثونه زمونږ هیوادوال په تکراری ډول غټو بدبختیو سره مخ کولاي.
کله نا کله انسانان په عین وخت کی د څو دښمنانو سره مخ وي.  چې که پدغه وخت کی عمده دښمن په دقیقه توګه ونه پیژندل شی، او د دوي سره د مبارزی په اړه درسته ستراتیژی غوره نشی، ولو که تاسو ځنې جګړی ګټلې هم وی، خو د دښمنانو په وړاندی به د ټولې مبارزی نتیجه مو صفر او بلی نتیجې وي.
د چین یو نامتو او بریالې جنرال (سانتو) د میلاد څخه دمخه په شپږمه  پیړی کی ویلې وه چې: (که په جګړه کی خپل ځان او دښمن دقیق وپیژنې نو د هیڅ جګړی نه ډار مه لرئ. که ځان پیژنې او دښمن نه پیژنې، نو د هری بریا سره به مو یوه ناکامې هم مل وي. او که نه ځان پیژنې او نه دښمن، نو په هره جګړه کی به ناکام او لتاړ وي)  همدا راز د نړۍ نورو فیلسوفانو هم د دښمن په پیژندلو ډیر تاکید کړی او وایی چې د ډیرو دښمنانو تر منځ د عمده دښمن تشخیص اکثرآ ګران ولی سرنوشت ټاکونکې کار دی.  کله چې   مو دښمن په دقیقه توګه وپیژانده، او د خپلې جګړی ستراتیژی مو د هغې په شاوخوا درسته عیاره کړه، نهایی بریاوي به همیشه ستاسو په برخه وي.
افغانستان اوس پداسی یو جګړه کی راښکیل دی چې د یوی خوا د امریکا متحده ایالتونو د ملګرو ملتونو تر بیرغ لاندی د ۴۶ هیوادونو په مشری، په افغانستان داسی یرغل کړی چې غواړی د دغې خاوری په کنترولولو سره نه یوازی دا چې د افغانستان بلکه د منځنې اسیا ټولو منابعو ته لاس رسی او برسی ولری. او د دی ځای نه خپل دوه نړیوال رقیبانو شوروی او چین تر خپل کنترول او اغیز لاندی وساتې.  د دی تر خوا د شوروی اتحاد زړه جګړه لا هم ختمه نده، او شورویان لا اوس هم زمونږ ملک ته سترګی سري لري.  د بلی خوا پاکستان هم دافغانستان د قبضه کولو لپاره د پنځه لسیزو راهیسی خپل ټول امکانات په کار اچولې، تر څو افغانستان د یوی بیله سر وصدا جګړی له لاری تر خپل کنترول لاندی راولې، چې تر ډیره حده پدی برخه کی بریالې هم دی.  همدا راز ایران هم د افغانستان د اشغال او تر خپل قبضی لاندی راوستلو لپاره هر نوعه فعالیتونه پکار اچولې دي.  البته پدی لاره کی دوی هر یو ځانته ځانته تکتیکونه او روشونه لری، او په داخل د افغانستان کی د خپلو پلانونو لپاره مختلفې اجیری قواوي استخدام کړي دي.  
د تعجب وړ خبره داده چې انترنټ او سوشل میډیا ته پراخه لاس رسی، نن د هر چا نه سیاسی تحلیل ګر جوړکړی او د خپل احساسات راپارونکی لیکوالې په برکت سیاسی پیچلې موضوعات هم داسی رنګه رنګه وړاندی کوي چې د یو شمیر زیاتو خلکو د احساساتو سره برابر اما دومره ګمراه کوونکي لیکنې وي چې د ملت او خلکو نه اصلې دښمن په ډیره ماهرانه توګه داسی پټ ساتې چې درک کول یی تر اندازی لا زیات سخت شی.  البته دا شمیر کسان په دوه دلایلو داسی لیکنې کوي.  یو شمیر یی پاک احساسات لری ولې دا چې سیاسی درک یی کم دی، نو همیشه مسایل په ډیره سرسری شکل ګوری او عمق ته یی توجه نشی کولی، چې په نتیجه کی د همدغه سیاسی ناپوهې په وجه اصلی دښمن ته د فرعې دښمن او فرعې دښمن ته د اصلې دښمن جامې ور اغوندی او د ټولني خلک هم پدی برخه کی ګمراه کوي.  اما بله ډله یی بیا سره لدی چې په اصل مسآله ښه پوهیږی ولې د هغو پټو استخباراتې اړیکو او یا هم د ځنو پټو سیاسی معامله ګریو ښکار شوی وي، او په ارادی توګه غواړی چې د ولسونو توجه د اصلې دښمن نه فرعی دښمن ته ور واړوی.  دا موضوع فوقالعاده خطرناکه ده.  
دا چې افغانان په تاریخې لحاظ احساساتې مسلمانان دي، او په ډیره اسانې د اسلام او کفر په شعارونو ښه غولیدلای شی، نو اکثره دغه لیکوالان بیا د همدی وسیلې نه کار اخلې او هر څه د دین او مذهب (اسلام او کفر) په چوکاټونو کی برابر او خلک پری په احساساتو راولې چې فرعی دښمن ته یی توجه زیاته او اصلې دښمن یی له یاده ووځې.  پخوا لدی چې خپلې توضیحې لیکنې ته داخل شم، غواړم د هغه تهمت چې هرو مرو به د وطن دښمنان هغه زما د دی لیکنې په ضد استعمالوی مخکی له مخکی رد کړم.  زه پدی باور یم چې افغانستان همدا اوس یو اشغال شوی هیواد دی، چې امریکا د ملګرو ملتونو تر بیرغ لاتندی زمونږ په خاوره یرغل کړی دی، نو زه دا یو یرغل او اشغال بولم چې په ضد یی مبارزه لازمی ده.  ولی دا هم په ډاګه وایم چې مونږ د امریکا د مداخلی نه دمخه هم اول د روس له خوا اشغال وو، او بیا د هغې نه وروسته د پاکستان له خوا مستقیمآ اشغال وو، او لا اوس هم یو. دا چې اوس امریکا عمده دښمن دی که پاکستان، ایران، او یا روس ، لاندی لیکنې ته مو رابولم.
که د افغانستان پورته ذکر شوي دښمنان ته په دقیق توګه متوجه شو، نو افغانستان ته تر ټولو خطرناک دښمن هغه دی چې:
۱-  زمونږ سره شریکې پولې ولري او را ته نږدی موقیعیت ولري (لکه پاکستان، ایران، چین، شوروی اتحاد).  ځکه دوي کولای شي چې په ډیره اسانې زمونږ خاوره قبضه او تر ډیره وخته حتا د ابد لپاره یی وساتلې شي.  دا کار په تاریخ کی ډیر ځل شوی، او مثالونه یی پراتنه دي.
۲-  هغه هیوادونه چې زمونږ په ملک کی قومې، ژبنې، دینې، مذهبې ریښی او پلویان ولري تر نورو مونږ ته زیات خطرناک دښمنان دي، دا ځکه چې دوي د همدی اړیکو نه په استفاده او د هغوی په لمسولو سره کولای شي زمونږ ملې یووالې چې زمونږ د نجات یوازینې وسیله ده ویجاړ او په نتیجه کی یی زمونږ د دفاع توان کم او د خپل بریا چانس لا زیات کړي.  د افغانستان د نظام په وړاندی همسایه هیوادونو همیشه د دی وسلې نه کار اخستی او همدا اوس یی هم په کار اچولي دي.
۳-  هغه هیوادونه چې زمونږ سره دینې مشابهتونه ولري، زمونږ لپاره تر نورو سخت دښمنان کیدای شي، دا ځکه چې د لادینه دښمنانو په وړاندی د اسلام مبارک دین زمونږ د خلکو د مبارزی ښه سنګر او ښه شعار دی، ولې هغه هیوادونه چې بیا ځانونو ته مسلمانان وایی، دوی بیا د همدغه دین نه په استفاده زمونږ د دفاع توانمندې کمزوری کوي، او حتا زمونږ جوماتونه او ملایان هم د خپل ځان په پلوی کی استخداموي.  لکه همدا نن چې یو شمیر بی ضمیره ملایان، او لیکوالان او بغدادی پیران په ډیر تمطراقی سره د همدغو اشغالګرو هیوادونو په خدمت کی دی.  حتا زمونږ هیڅ لیکوال تر هغه وخته چې زما مقاله (په افغانستان اسلامې یرغل ۴۳ کلن شو، دعوت پاڼه ) نشر شوه، پاکستان د یو یرغلګر او اشغالګر ملک په توګه نه وه یادکړی، او نه یی د پاکستان اشغال ته اشغال ویلې وه.  او همدا اوس هم ډیر زیاتي ډلي او افراد د پاکستان نه د یوه مسلمان او ورور هیواد په توګه دفاع او پلوی کوي.  دی ته وایی د اسلام نه نا خبره، په اسلام مین، پردی پال، او د اشغالګرو نوکران.
۴-  هغه ملکونه چې زمونږ سره کلتوری شباهتونه لری (ایران او پاکستان) د نورو په نسبت خطرناکترین دښمنان دی، دا ځکه چې د دوی پیژندنه او د لاس وهنې تشخیص  هم ګران او مشکل کار دی.  همدا نن چې په افغانستان کی د پاکستان او ایران قواوی جنګیږي ، د هغې تشخیص خورا ګران او ور سره جګړه هم ګرانه ده.  
۵-  امریکایان په افغانستان کی خپلې اقتصادی او سیاسي ګټي لټوي، هغوی ته زمونږ د خاوری نیول او ساتل نه هدف دی، نه ګټور کار او نه هم ممکن دی.  پداسی حال کی چې مونږ هم پدغه منطقه کی یو توانمند ستراتیژیک پارتنتر ته سخت ضرورت لرو، چې متآ سفانه زمونږ هیڅ ګاونډی هیواد هم د دایم اشغال کوونکې خطر نه خالې ندی، نو بیا مونږ ته د امریکا نه بغیر بل کوم انتخاب هم نشته.  اما دا پدی مانا نده چې امریکایان دی په همدغه بی سرنوشته توګه افغانان د خپلو اهدافو لپاره قربانې کوي.  مونږ افغانان دا مسؤلیت لرو چی ځانونه د دی جوګه کړو چې امریکایان مونږ سره راکړه ورکړه د متقا بلو ګټو په اساس وکړی.  چې دی ته کار کول لازمی او ضروری خبره ده.  
۶-  ازادی په اوسنې نړۍ کی بیل تعریف لری.  یوازی د خارجې لښکرو ویستل زمونږ ازادی نشې تظمینولای.  تر څو چې مونږ د دی جوګه نشو چې په اقتصادی او سیاسی لحاظ د خپل وطن استقلال وساتلې شو، د هغې نه بغیر او د مخه د استقلال اخستل هماغه اشتباه ده چې مونږ د روس په جګړه کی د دوه میلینو شهیدانو او یو میلیون معلولینو په ورکولو تر لاسه کړ، اما و مو نه شو ساتلې. چې باید هغه اشتباه بیا تکرار نشی.  
۷-  ازادی نن په وسله تر لاسه کیږی.  خو هر هغه وسله چې مونږ یی  د بل چا نه اخلو هغه مونږ ته ازادی نه راکوي، بلکه صرف د اشاغلګر نوم بدلوي.  د تیرو ۴۰ کلونو په جګړه کی مونږ هغه ازادی چې د امریکې په وسله د روس نه تر لاسه کړه، نن یی اختیار هم د هماغو امریکایانو سره دی.
۸-  د ازادی د اخستلو دمخه د ازادی د ساتلو توانمندی او سستم پیدا کول پکار دي. مونږ د روسانو په شړلو ازادی واخسته خو دا چې د ساتلو سستم او وسایل مو نه درلوده په ډیره اسانې هماغه ازادی بیا را نه پاکستان واخسته، او د ربانې په وخت کی د یوه رسمې معاهدی له مخې د افغانستان خارجې سیاست پاکستان ته سپارل شوی وه. ربانې د افغانستان اردو، پولیس او ملې امنیت یی ړنګ او د هغې ټولې سلاوی او محرم اسرار یی پاکستان ته حواله کړل. نو د دا رنګه ازادی اخستلو لپاره د خلکو وژل بیا د سادیزم نه غیر بل کوم نشی کیدای.
زمونږ خلک همیشه د کفارو په وړاندی په ډیره اسانې جهاد ته تیاریدای شی.  دا ځکه چې هغوي واضح مختلفه قواره لری او په جنګې وسلو ملبس راځې اما د دغو همسایه هیوادونو لښکري بیا د ولسی خلکو په جامو کی راننوزي آو ځان ته د طالب ، داعش او نور اسلام طلبو ډلو نومونه ورکوي، د خلکو نه مو ډوډی هم په زوره خوري او په حجرو کی یی شبي هم کوي.  او اولس هم هغوی ته د اشغالګرو په سترګه نه ګوري ځکه چې وطن پلورونکې ملایان، او لیکوالان حتی جهادی مشران یی اشغالګر نه بولې.
په سیاست کی د مختلفو دښمنانو سره د همزمان مجادلې کی دوه شیان مهم دي.  ۱-  د عمده دښمن پیژندنه، ۲- د دښمنې د عمده جهت پیژندنه ( په کومه مرحله کی د کوم دښمن سره دښمنې او د کوم سره اشتې یا مرسته وشي)
د مختلفو دښمنانو تر منځ د عمده دښمن د پیژندلو پیچلې فارمول ما په لاندی توګه ساده او خلاصه کړی دي.  زمونږ په کور او کلی کی یوه عملیه یا لوبه ده چې هغی ته شکیلې وایی.  پدی لوبه کی د لاس غټه ګوتی ته توپ، د شهادت ګوتې ته نیزه، او د منځ دواړو ګوتو نه جوړشوی نښې ته قیچې وایی.  پدی لوبه کی هر یوه وسله په یوه بله وسله زوروره او هغه دریمګړې وسله بیا پدی زوروره ده.  یعنې توپ په قیچې زورور ولی نیزه بیا په توپ زوروره ده.  همدا شان قیچې په نیزه زوروره ولی توپ په قیچې زورور دی.
نو که د قیچې او توپ جګړه وی، منطق دا حکم کوی چې:
۱-  د نیزی لپاره عمده دښمن قیچې ده. نو باید خپل ټول تلاشونه داسی عیار کړی چې خپل د غه عمده دښمن (قیچې) چې د ده پری یواځی زور نه رسیږی، اول هغه د توپ نه په  ګټه اخستنه له منځه یوسی، او بیا دی خو په توپ یوازی هم زورور دی..
۲-  د نیزی قیچې او توپ دواړه دښمنان دي. خود دی دوو دښمنانو ترمنځ قیچې اول او توپ بیا دوهم دښمن دی.  نیزه باید اول د توپ سره په همکاری قیچې له منځه یوسی، نو د نیزی لپاره په اوله مرحله کی د توپ سره دښمنې اشتباه او د توپ د پلوی ستراتیژی ګټوره ده.  دا ځکه چې نیزه د توپ د قوت نه په استفاده هغه قیچې چې په ده زوروره ده له منځه وړي، او د پاته دښمن (توپ) باندی بیا نیزه په یوازی ځان هم زوزوره ده، او هغه له منځه وړلای شی.  خو که نیزی دا ستراتیژی غلطه کړه او د قیچې ملګرتوب یی وکړ، او پدی معامله کی یی اول توپ له منځه ویوړ، نو په حقیقت کی قیچي نیزه په خپله ګټه استعمالوی، او قیچې د نیزی په مرسته توپ له منځه وړي، خو په پای کی بیا قیچې دغه نیزه هم له منځه وړلای شی.  نو په نتیجه کی د نیزی مرګ به د هغې د غلطی ستراتیژی له امله وي. دا د د ښمنانو تر منځ د عمده دښمن د پیژندلو او د لازمې ستراتیژی د انتخاب یو ډیر کلیوالې ولې ډیر ښه او روښانه مثال دی، چې په هر وخت او هر ځای کی تری کار اخستل کیدای شی.
نو که د وه دښمنانو سره جګړه کوي، تاسو باید د هغه دښمن پلوی وکړی چې د هغه بل دښمن د ماتولو نه پس تاسی بیا په دغه دښمن زورور اوسی، که نه نو بیا خو ستاسو لوبه بی نتیجې او ځان وژنه ده.  یو بل متال:  مثلآ که تاسو قیچې یاست، او د توپ او نیزه سره مو جګړه وی نو اول باید چې تاسو د توپ په وړاندی د نیزی ملتیا وکړی.  یعنې توپ ته د نیزی په ملتیا ما ته ورکړی، چې د د توپ نه کله بیغمه شي، نو بیا خو تاسو په نبزه زورور یاست، نو د لوبی اخری ګټونکې به تاسی اوسي.  او که مو په دی لوبه کی د توپ پلوی وکړ ، او نیزه مو ماته کړه، نو بیا خو توپ په تاسو زوره وره دی، نو بیا توپ تاسو له منځه وړی، او لوبه ټوله د توپ په ګټه تمامیږی.
نو که مونږ دا دقیقه درک کړی وی، چې امریکایان او پاکساتانیان، ایرانیان او روسان زمونږ دښمنان دی، نو مونږ خو امریکایانو سره هر وخت جهاد کولای شو، اما د پاکستانیانو او ایرانیانو سره خو بیا جهاد نشو کولای، نو منطق دا حکم کوي چې مونږ باید د امریکایانو نه په استفاده، دا داخلې، هم سرحده، هم ژبی، هم قومه، هم دینه او هم کلتوره دښمنان اول مات کړو، نو  بیا مونږ ته د هغه خارجیانو په وړاندی جهاد اسان کار دی، څوک چې نه زما ملی یوالی راخرابولې شی، او نه زمونږ اسلامې دفاعې طاقت.  خو که مونږ اول د امریکایانو په شړلو پسی شو، نو دا په وضاحت سره ویلی شم چې بیا مونږ د دغو دښمنانو نه ځانونه نشو خلاصولې.  دی موضوع ته دافغانانو دقیقه توجه پکار ده.