کمزوري کتابونه

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد
 
 
په اوسنۍ زمانه کي سره ددې چي علم ډېراسانه شوی ، څوک ئې که طلب ولري، ليکن متاسفانه دعلم اوتحقيق شوق ډېرکم دی،تردې چي ډېرکم عالمان متاسفانه داسي دي چي هغوی صحيح اوضعيف سره بېلولی شي،داپه داسي حال کي چي دداسي روايت بېانول چي دصحت اوضعف په اړه ئې بېانوونکی معلومات ونلري،هم سترجُرم دی .
په حديث شريف کي راغلي دي{ مَن حَدَثَ عَني بحَديث يُری اَنه کَذب فَهُوَاَحدمنَ الکَاذبېن} څوک چي داسي حديث زماله طرفه بېان کړي چي داګمان کيږي چي دابه دُرواغ وي نوداسړی يوله دورواغجنوڅخه دئ(يعني چاچي داحديث جوړکړی، دهغوله ډلي يودابېانوونکی هم دئ)
دجوړوونکي سزا ئې داسي بېان کړې :{ من کذب علي متعمدافليتبوأمقعده من النار}څوک چي پر ماباندي قصدًادروغ وتړي نودخپل ځان لپاره دي په جهنم کي ځای تيارکړي) يعني داسړی به دوزخ ته خامخاورځي.
متاسفانه ډېرداسي کسان تيرشوي چي هغوی به له ځانه احاديث جوړول ملاعلي قاري په خپل کتاب الموضوعات الکُبری کي ليکلي چي زنادقه ؤ(12000)دوولس زره احاديث له خپلوګيډوجوړکړي دي،سعيدمصلوب دمأمون باچالخواپدې جُرم اعدام کړل شوچي هغه څلورزره داسي احاديث جوړکړي وو چي دبغدادپه خلګوکي مشهور شوي هم وو.
شيعه ګانويوازي داهل بېتودفضيلت په اړه دري لکه روايتونه جوړکړي دي . داسي نورهم بې شميره خلګ تيرشوي چي هغوی به حديثونه جوړول ، متاسفانه هغه په مسلمانانوکي مشهور شوي هم دي اوډېرومصنفينوهم ذکرکړي دي، يالدې امله چي هغوی دافکرکړی چي زه احاديث جمع کوم نوردصحيح اوضعيف په اړه دي لوستونکي په خپله تحقيق وکړي،يائې مقصدداوي چي داغلطي خبري په مسلمانانوکي رائج شي ترڅوددوی دين ورباندي ګډوډ شي اويالدې امله چي مصنف ئې ددې علم (دصحيح اودضعيف دمعلومولو)سره اشنايي نلرله،خوالحمدلله ددې دين حفاظت الله پاک په خپله کوي،لدې امله ئې داسي بې شميره علماء په هره زمانه کي پيداکړي چي هغوی صحيح اوغلط سره جلاکړي دي،هغه کتابونه ئې په ګوته کړي چي بې بنسټه اوله ځانه جوړشوي روايات ئې ليکلي دي،پدې کي شک نشته چي ددغوله ځانه جوړشوورواياتوله امله مسلمان امت ته ډېرسترتاوان ورورسيدئ.
داسي کتابونه چي بې بنسټه اوکمزوري روايات ئې ليکلي دي ځيني ئې شيخ محمدبشيرظافرالازهري په خپل کتاب کي په ګوته کړي ددې لپاره چي مسلمانان تري خبرشي .
موږغواړوچي هغه محترموپښتنولوستونکوته وړاندي کړوترڅوله هغو خبرشي اودهغوپه هکله له احتياط څخه کارواخلي : هغه کتابونه دادي:
· کتاب الشهاب دقضاعي چي دهغه په اړه امام صاغاني په خپل کتاب الدرالملتقط کي وايي :پدې کتاب کي ډېرموضوع اوله ځانه جوړشوي احاديث ليکل شوي دي .
· فضل العلماء:دمحدث شرف بلخي کتاب دئ چي دهغه په اول سرکي
داسي دي چي چایوه مسئله زده کړه نودومره دومره ثوابونه ئې دي .
· مسائل دعبدالله بن سلام : چي درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه امتحان اخلي دادیوي کتابچي په اندازه دی چي علامه ابن الوردي په خپل کتاب خريده کي ذکرکړیدي .
· لدې جملي دمشکلاتواوملاحموکتابونه دي :امام سخاوي په المقاصدکي لیکلي چي خطيب ویلي دي چي دفتنو،مشکلاتواوملاحموپه هکله ډیرلږ احادیث صحيح دي ډېره برخه یې صحیح ثابت نه دي ،امام سیوطي په (الدرر)کي د امام احمدرحمه الله قول ذکرکړی چي دري علوم داسي دي چي هغه اصل نه لري :ملاحم،مغازي اوتفسیر.
خطیب په خپل کتاب الجامع کي لیکلي دي چي د دي دري قسمه علوموپه هکله د امام احمدداخبره په خاصوکتابونوپوري مختص ده ځکه چي دهغوکتابونو نقل کوونکو په نقلولوکي احتیاط نه دی کړئ،(ددې دروقسموعلوموټول کتابونه دغسي نه دي) اوبل داچي قصه ګویانو(هغه خلګ چي عواموته په تقریرونوکي قصي بیانوي ددې لپاره چي ځان ورته غټ عالم معرفي کړي اودعواموتوجه دځان په لوري ورجلب کړي )هم څه زیاتوالی پکي کړیدی .
امام سخاوي وايي :دکلبې تفسیرټول درواغ دی دهغه مطالعه کول جائزنه دي، داخبره امام احمدهم کړې ده،امام خطیب وايي چي دمقاتل بن سلیمان تفسیرهم دیته نږدي دی،اودواقدي کتابونه دُرواغ دي .
· لدې جملي فتوح الشام کتاب دی،اودموسی بن عقبه کتاب چي داصح المغازي په نوم دی،محمدبن اسحاق چي کوم مغازي والادی نوهغه داهل کتابوڅخه اخيستل کوي ،داخبره خطیب کړې ده .
علامه شوکاني رحمه الله په خپل کتاب (الفوائدالمجموعه )کي لیکلي چي دصوفیانوتفسیربالکل تفسیرنه دئ لکه تفسیرالسُلمي چي حقائق التفسیرورته ویل کیږي اوپدې کي شک نشته چي دصوفیانوتفسیردتحریف سره مشابهت اوورته والی لري، تفسیرنه وي بلکه ددوی ډېراقوال له باطینیوواوله هغه تفاسیرو اخیستل شوي په کوموچي هيڅ اعتمادنشته لکه تفسیرابن عباس چي ددُرواغجنواوکذابېنوڅخه نقل شوی لکه کلبې،سُدي اومقاتل. دامعنی امام سیوطي ذکرکړیده اوله هغه څخه مخکي شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله هم ویلي دي چي کوم مفسرین چي دهغوسره موضوعي احاديث چليږي لکه ثعلبې،واحدي اوزمخشري نودهغو ی په روایاتوباندي هم اعتمادکول ندی پکار،کوم روايات چي هغوی له سلفو نقلوي.
همدارنګه هغه روايات چي روافض ئې په خپلوتفاسیروکي نقلوي هم له موضوع اودروغوڅخه دي زه وايم چي مادبعضي علماؤپه اقوالوکي ليدلي دي چي هغوی شيخ خازن دتفسيرالمعالم والااواسماعيل افندي حقي دتفسيرروح البېان والا
له هغومفسرينوڅخه شميرلی چي دهغوی سره موضوعي روايتونه چليږي.(متاسفانه داکتابونه زموږپه معاشره کي ډېراستعماليږي).
· لدې جملي چي په موضوعي ،بې بنسټواواسرائېلي خرافاتوډک دي يوهم دصفوي کتاب :نزهة المجالس ومنتخب النفائس دی ځکه ددې کتاب مصنف رحمه الله
خپل کتاب په موضوعاتواوبې بنسټوروايتونوسره ډک کړی چي هغه ترشمار وتلي دي اوپه هغه کي ډېري داسي قصي شته چي هيڅ بنيادنلري .
· تنبېه الغافلين دابوالليث ثمرقندي کتاب: امام ذهبې رحمه الله ليکلي دي چي په نوموړي کتاب کي ډېرموضوعي احاديث ليکل شوي لکه څنګه چي په کشف الظنون کي راغلي دي.
· قرة العيون ومفرح القلب المحزون هم دابوالليث کتاب دی، داهم له هغوکتابونوڅخه دی چي موضوعي روايات ئې ليکلي دي.
· الجامع الصغيردامام سيوطي کتاب :پدې کي ئې هم ډېرموضوعي احاديث ليکلي دي چي وروسته ئې پدې موضوعاتوپه خپل بل کتاب کي چي دموضوعاتوپه هکله یي ليکلی دی خبرداری ورکړی دی.
· ددميري کتاب حيوة الحيوان
· دثعلبې کتاب قصص الانبېاء
· دابشيهي کتاب المستطرف .
· اوانيس الجليس کتاب.
1. اوخزانة الاسرارجليلة الاذکارکتاب اودحيرانتياخبره داده چي ددې کتاب والا
دهرباب په پيل کي داسي وايي :باب دی په هغه صحيح احاديثوکي چي پدې هکله راغلي دي، بېالدې وروسته موضوعي روايات ذکرکوي .
· لدې جملي تحفة الاخوان في قراءة الميعادفي رجب وشعبان
چي دفشني کتاب دی ماداکتاب مطالعه کړونوپدې کتاب کي مي ډېرموضوعات وليدل.
· ؛دطبرسي کتاب مکارم الاخلاق
· ؛صفة اهل التصوف کتاب: امام سيوطي په الذيل کي ويلي دي چي پدې کتاب کي منکر روايات اوداسي قصې شته چي قطعاباطلي دي
· .دخويري کتاب دُرة الناصحين چي په بولاق کي چاپ شوی ما(شيخ ظافر)وليدی نوپدې کي مصيبتونه اوداسي باطل احاديث ووچي هيڅ بنيادئې نلرئ(دتاسف خبره داده چي داکتاب زموږپه افغانانوکي دومره شهرت لري چي تقريبادهرملاامام سره موجوددی، ډېری ملاامامان لدې کتابه دجمعي په ورځ تقريرونه کوي، داپه داسي حال کي چي داکتاب داسي دی چي ټول د بې بنسټوروايتونوډک دی) .
· .نورالابصارفي آل بېت النبې المختارپدې کي ډېرموضوع اودځانه جوړي شوي خبري موجودي دي.
· .البېان في شرح عقوداهل الايمان چی ددُرواغجن ابوعلي الاهوازي کتاب دی ددې په هکله ابن عساکروايي :پدې کتاب کي ئې ډېرموضوعات راوړيدي، امام ذهبې هم په الميزان کي لیکلي دي چي پدې کتاب کي ئې موضوعات،دځانه جوړي شوي اودشرم خبري ليکلې دي .
· .دسليمان بن عيسی السجزي دُرواغجن هلاک شوي کتاب تفضيل العقل په دوه ټوکه کي دئ امام دارقطني ليکلي دي چي دده تصنيف دعقل په هکله ټول موضوع اوله ځانه جوړشوی دی .
· ؛الرسالة العصفورية پدې کتاب کي ئې ليکوال څلويښت احاديث يوځای کړي چي په هغوکي يوازي دري حديثونه صحيح دي نورټول موضوع اوله ځانه جوړشوي دي .
· لدې جملي څخه بدائع الزهورفي وقائع الدهورکتاب دی چي دانبېاعليهم السلام په واقعاتواوحالاتومشتمل دی دابن الياس تاليف دی چي پدې کي هم باطل اواسرائلي خرافات جمع شويدي.
· ؛سيرة الکُبری :ددې کتاب په هکله ابن حجرپه الفتاوی الحديثيه کي وايي :ددې لوستل جائزنه دي ځکه چي اکثرئې باطل،درواغ اوګډوډشيان دي نوټول حرام اومنع شول ځکه (چي پدې کتاب کي صحيح اوغلط داسي سره ګډوډشوي دي) چي بېلول ئې مشکل کاردی
· .دابن وردي کتاب خريدة العجائب اوفريدة الغرائب ددې په هکله ئې په کشف الظنون کي ويلي دي چي پدې کتاب کي ئې بې بنسټه اخباراوداسي خبري ذکرکړې دي چي هغه محال دي اوبل داچي داکتاب په هغوخلګوکي متداول اورائج دی چي عقلونه ئې کمزوري دي.
· .الترغيب والترهيب داصفهاني ددې په هکله حافظ منذري ليکلي دي چي په نوموړي کتاب کي داسي روايتونه شته چي له ځانه جوړيدل اوکمزوري کيدل ئې ثابت شوي دي.
(ديادوني وړده چي يوبل الترغيب والترهيب دی ،هغه ډېرمشهوردی ، دحافظ منذري کتاب دی،هغه صحيح کتاب دئ داصفهاني کتاب کمزوری دی.عزام)
· .عجائب القرأن دمحمودبن حمزه الکرماني کتاب دی دنوموړي کتاب په هکله امام سيوطي په الاتقان کي ليکلي دي چي په نوموړي کتاب کي نااشنااومنکرروايات راوړل شوي چي په هغونه اعتمادجائزدئ اونه ئې بېانول جائزدي مګرددې لپاره چي خلګ تري ځانونه وژغوري.
· .اللباب في الحديث :پدې کي هم ډېرموضوعات ذکرشوي دي.
· لدې جملي څخه بل کتاب الاهوال والقيامة دی امام ذهبې ددې په هکله وايي چي داکتاب ټول دورواغ دي.
· لدې جملي څخه بل کتاب العروس دابوالفضل دئ ددې په هکله امام ديلمي ويلي چي ددې کتاب ټول احاديث موضوع او بې بنسټه دي، پدې باندي اعتمادکول جائز نه دی اوکيديشي چي ددې کتاب ليکوال ددې نسبت امام جعفرته ددې لپاره کړی وي چي په خلګوکي مشهورشي.
· شفاءالصدوردنقاش :ددې په هکله ابوالخطاب بن دحيه وايي چي داکتاب ئې ټول په دروغواوبهتان ډک کړی دئ، خطيب ددې په هکله وايي چي داپه حقيقت کي شقاء الصدور(بدبختي دسينو)دئ اوبېائې دنقاش په اړه دعلماؤاقوال ذکرکړي دي چي دادورواغجن سړی دئ اوله ځانه داحاديثوپه جوړولو تورن دی.
· البرکة في فضل السعي والحرکة :دشيخ محمدالوصابي اليمني کتاب دئ ددې په هکله خطيب وايي چي ماداکتاب مطالعه کړونوپدې کي مي ډېرنااشنااوموضوعي احاديث وليدل.
· الروض الفائق في المواعظ والرقائق دحريفيش کتاب دئ پدې کي هم ډېر
موضوعي احاديث ليکل شوي دي .
· دتصوف په کتابونوکي هم ډېرموضوعي اوبې بنسټه خبري ليکل شوي دي
داخبره شيخ محمدالحوت البېروتي په خپل کتاب اسنی المطالب کي ليکلي
ده.داسي نورهم ډېرکتابونه شته (مقدمة الموضوعات الکُبری للعلي القاري ص 6(
داهغه کتابونه دي چي دملاعلي قاري دکتاب(موضوعاتُ الکُبری )په مقدمه کي ئې يادکړي دي .
علماءکراموالحمدلله ډېرخدمت کړی دئ،تردې چي داکثروکتابونو
تخريج ئې کړی د ئ،غلط اوصحيح ئې سره جلاکړي دي،که څوک دايادشوي کتابونه دتخريج سره ګوري نوبېائې مطالعه تاوان نه لري .
که داسي نه وي نوالحمدلله صحيح کتابونه بې شميره دي، ولي هغه کتاب نه ګوري چي هغه صحيح وي پرځای ددې چي داسي کتاب وګوري چي په هغه کي صحيح اوغلط ګډوډ وي .
الله پاک دي موږته په دين کي بصيرت راکړي
اللهم ارناالحق حقاوارزقنااتباعه وارناالباطل باطلاوارزقنااجتنابه آمين يارب العالمين
 
ليکوال :عصمت الله عزام