چاوش: امریکا باید له ترهگرو سره اړیکې پرې کړي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې ۸مه) د ترکيې هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا باید له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له امریکا غوښتي، چې د سوريې له شمال منبېج سیمې څخه خپل پوځیان وباسي.
د معلوماتو له مخې دغه سیمه کې د امریکا یو پوځي مرکز دی، چې نږدې دوه زره امریکايي پوځیان په کې اوسیږي.
د راپورو پر بنسټ د ترکیې پوځیان د سوریې عفرین سیمې ته ننوتي او له تېرې یوې اوونۍ راهیسې يې یاده سیمه کې د کرد ملېشو پر ضد جګړه پېل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې سوريې خپلواک پوځ هم د ترکیې له پوځ سره یو ځای د کرد ملېشو پر ضد جګړه کوي.