د چک جمهوریت ټاکنو پایلې اعلان شوې

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې ۸مه) د چک جمهوریت د جمهوري ریاست په دوهم دور ټاکنو پایلې اعلان شوې.
د وکړل شویو راپورونو پر اساس، په دغه ټاکنو کې د روسيې پلوي کوونکی کاندید میلوش زمان بریالی وبلل شو.
هلته د ټاکنو اول دور د جنورۍ په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه ترسره شو چې میلوش زمان ۳۸ اعشاریه شپږ او د هغه رقیب کاندید جیري دراګوس ۲۶ اعشاریه شپږ فیصده رأی خپلې کړې وې.
له همدې کبله، یو لوري هم تر ۵۰ فیصده زیاتې رایې ونه خېستلی شوې.
د دغه هېواد ټاکنو کمېسون تیره ورځ اعلان وکړ، چې ميلوش زمان په دوهم دور کې ۵۱ اعشاریه ۳۶ رأی ګټلې او د جمهوري ریاست دوهمه پینځه کلنه دوره يې ګټلې ده.
بل خوا د ميلوش زمان سیال جیري دراګوس په ټاکنو کې خپله ماته منلې او زمان ته یې مبارکي ویلې ده.
نوموړي په یوه غونډه کې ویلي و، چې ټاکنو تر ګټلو وروسته، به زیات غرور نه کوي، بلکې مخالف فکره خلکو نظرونه به په ورین تندي اخلي.