(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې ۸مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د کابل پر پروني برید اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي ويلي؛ ټول هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي، مسوولیت لري چې د طالبانو د تشدد د پای ته رسولو لپاره قاطع ګامونه پورته کړي.
د هغه په حواله لیکلي شوي:
"د هغو کسانو په وړاندې چې د ترورېستي ډلو ملاتړ کوي یا پناه ورکوي هېڅ ډول زغم نه شته."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښآغلي ټېلرسن په کابل کې حمله له وحشته ډکه بللې ده.
د کابل د تیرې ورځې برید پړه طالب وسلوالو پر غاړه منلې ده.
دا برید په کور دننه  او بهر په کلکو ټکو وغندل شو.