امریکا پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د طالبانو پر وړاندې دریځ سخت کړي

 د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ښاغلي ډونالډ ټرمپ پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې د طالبانو پر وړاندې دريځ سخت کړي.
هغه بېګا په کابل کې د پرونۍ خونړۍ حملې په اړه په ځانګړي بیان کې ویلي، چې دا کرغېړنه حمله چې ګڼ شمېر بې ګناه، ملکي وګړي په کې ووژل او لسګونه کسان زخمیان شول غندم.
نوموړي له ټولو هېوادونو وغوښتل چې اوس باید ټول هېوادونه د طالبانو او د هغوي د ملاتړ کوونکې ترورېستي زېر بنا پر ضد پرېکنده عمل وکړي.
د افغانستان د عامه روغتیا وزارت په وینا، چې د تیرې ورځې په برید کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ تنه زخمیان دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت معلوماتو له مخې حمله کوونکي له امنیتي پوستو د تېرېدو لپاره چاودېدونکي مواد په یوه امبولانس کې پټ کړي وو.
بل خوا د پرونۍ برید په اړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن هم ورته خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تیرې ورځې برید مسوولیت وسله‎والو طالبانو منلی دی.