
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې ۷مه) په عراق کې امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د امریکایې پوځي الوتکې په برید کې د دغه هېواد په لوېدیځ ولایت الانبار ۷ تنه وژل شوي دي.
هلته د سیمه ییزو چارواکو په خبره، په دغه پېښه کې ۱۱ نور هم ټپیان شوي.
له سیمې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د دوو عراقي پوځي افسرانو له قوله ویلي چې د امریکا ځواکونو فکر کاوه چې هلته یاغیان راټول شوي دي.
په دغه سیمه کې د پلټنې په نیت مسوولو ادارو ته امر ورکړی شوی دی.