دعناب ګل مشاعره به فراه ولايت کی جوړه شوه


په ډیرو پرتمینو مراسموکی د ثور (غویی)د میاشت په اتلسمی نیټی په فراه ولایت کی د عناب ګل مشاعره د شا او خوا ۵۰۰ تنو شاعرانو، ادیبانو او د شعر د مینه والو په ګډون جوړه شوه. عناب که څه هم ډیر وړوکی ګل لری خو خپل د ښکلا له امله د هر چا پام ځانته اړوی. عناب چی پښتو ژبه کی مړخونی هم ورته وايي یوه ډیره کټوره میوه ده. دغه میوه په فراه ولایت کی ډیره موندل کیږی او د خلکو په وینا د فراه ولایت اب او هوا د دغی میوی د ودی لپاره ډیره مساعده ده. کابو دری کاله مخکی په فراه ولایت کی د عناب ګل مشاعری بنسټ د هیواد ادبی مرکې له خوا چې یوه ادبی ټولنه ده پریښودل شو او دغه ادبی مشاعره هر کال په فراه ولایت کی د شاعرانو ، ادیبانو او د شعر د مینه والو له خوا په ډیرو شاندارو مراسموکی لمانځل کیږي. له نیکه مرغه سښ کال هم دغه مشاعره په ډیرو پرتمینو مراسموکی ولمانځل شوه. مشاعره په فراه ولایت کی دیو ه تکړه شاعر او دهیواد ادبی مرکی د مرستیال امیرمحمد (بهار) په شعر سره پیل شوه.ښاغلی بهار په خپل شعر کی د عناب او د هغه د ګل ستاینه وکړه. وروسته دمشاعری په دوام کی نورو شاعرانو هر یوه .ګل محمد کوشان، محمدرحیم اخلاقیار،عمادالدین شیوانی، محمد ابراهیم پرهراو نورو په خپل وار سره شعرونه وویل. د د غو شاعرانو په شعرونو کی د یوالی ،سمسورتیا، دبهرنیو هیوادونو دلاس وهنی او نورو مهمو موضوعاتو په اړه شعری پیامونه ځای شوی وه..دیادونی وړده چې دا څلرم ځل دی چې په فراه ولایت کی د عناب ګل په نامه مشاعره جوړیږی. ددغی مشاعری موخه په فراه ولایت کی د شعر او ادب وده او پرمختګ دی، تر څو په دی توګه شاعران وکولای له یوی خوا د ټولنی واقیعتونه ووایې او له بلی خوا خبل شعر ځواک ته وده ورکړی.هرکال د پسرلی په رارسیدو سره د افغانستان په نورو ولایتونو کی هم ورته مشاعری لکه د نارنج ګل مشاعره په جلال آباد کی، د انارګل مشاعره په کندهار کی او داسی نوری جوړیږی.