له نظام سره د جمعیت اسلامي جفا

د بلخ د مخکیني والي عطامحمد نور او ارګ مېشتو ناندریو او پېغورونو د هېواد سیاسي کړکېچ تر دې بریده را ورساوه، چې په کابل کې د امریکا د سفارت مانورونو پرې اغېز و نه کړ او بالاخره تېره ورځ د سپینې ماڼۍ غږ راپورته شو. د پنجشنبې پر ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مطبوعاتي دفتره یوه خبرپاڼه خپره شوه چې په هغې کې یې بلخ ته د نوي والي پر ژر معرفي کېدو او هغه ته یې په سوله ییزه توګه د واک پر لېږد ټینګار کړی دی. د سپينې ماڼۍ په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې چا ته اجازه نشته چې په دغه موضوع کې د افغانستان د ګټو پر ځای شخصي ګټې وپالي او وپلټي.

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې په غبرګون کې د جمعیت اسلامي رهبرۍ شورا له ځنډ پرته یوه داسې اعلامیه خپره کړه چې پر هغې کې یې له خپلو ټولو جنایتونو پرده پورته کړې ده او د افغانستان د شته ستونزو اصلي لامل یې جمعیت اسلامي او د هغه رهبري ښودلې ده.

جمعیت اسلامي په دغه اعلامیه کې ویلي چې که ارګ د دوی ټولې غوښتنې ومني او ارګ ته د دوی له لوري د سپارل شوي هوکړه لیک بند بند عملي شي، د افغانستان اوسني روان بحران ته به د پای ټکی کېښودل شي، د هېواد سیاسي ثبات به تضمین او ستونزې به حل شي.

پورتنۍ اعلامیه په ښکاره اعلانوي چې اوسنی روان بحران او ناخوالې د جمعیت اسلامي د رهبرانو په ځانګړي ډول د بلخ د مخکیني والي عطامحمد نور په لاس په قصدي توګه رامنځته شوې دي. د دغه اعلامیې پر بنسټ په افغانستان کې روانه جګړه که د داعش یا طالب له خوا پر مخ وړل کېږي، خو اصلي طراحان یې د جمعیت اسلامي رهبران دي او همدوی دي چې د جګړې زمینه یې برابره کړې ده.

که ساده تحلیل وکړو، پورتنۍ خبره پوره واقعیت لري او د جمعیت اسلامي د رهبرۍ ادعا، چې ګواکي روان بحران دوی رامنځته کړی، بېخي پر ځای ده. دلیل یې همدا دی چې د بلخ د مخکیني والي په لرې کېدو سره د حکومت په ځانګړې توګه د استخباراتي او امنیتي ادارو مشران د دغه معضلې پر حل بوخت شول. د دې پر ځای چې د کورنیو چارو وزیر کندهار، هلمند، ارزګان او بدخشان ته تللی وی او د جګړې د راتلونکي فصل لپاره یې د پولیسو په چوکاټ کې چمتووالی نیولی وی، نوموړی دوه ځلې بلخ ته ولاړ او خپل وخت یې له عطامحمد نور سره په جوړجاړي تېر کړ. د دې پر ځای چې د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی د هېواد استخباراتي اداره پیاوړې او د دښمن تحرکات خنثی کړي؛ هغه شپه ورځ په امنیت شورا کې ناست دی او د بلخ د والي پر لرې کولو فکر کوي. د دې پر ځای چې ولسمشر غني او امنیت شورا د داعش، طالب او د سیمې د استخباراتو پر وړاندې د جګړې او ماتې ورکولو سټراټېژي جوړه کړي؛ د دوی د شپې ورځې بحث عطامحمد نور ګرځېدلی دی. همداراز د افغانستان په شمال کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مورال تر اندازې زیات ټیټ شوی او په هغه ولایتونو کې داعش د پرمختګ په حال کې دی.

د اوسني وضعیت له تحلیل که لږ مخکې ولاړ شو؛ هر کله چې د نظام رهبرۍ د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو هڅه کړې ده، جمعیت اسلامي په ځانګړې توګه نظار شورا یې په کلکه مخنیوی کړی، حتی تر دې چې د نظام د ړنګولو او کودتاوو لپاره یې عملي ګامونه اخیستي.

په ۲۰۱۴ کال کې چې کله ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنې وبایللې؛ د نظام پروا یې نه درلوده، د انارشېزم په سوچ کې نه و او د هېواد ملي ګټې ترې هېرې وې؛ بلکې د خپلو شخصي او ګوندي ګټو لپاره یې د جمعیت ټول لوچکان راټول کړل، خیمې یې ودرولې، پنځه پنځه تنه یې پکې توظیف کړل او د موازي حکومت د جوړولو چیغې یې وکړې.

که د مخکینیو لسیزو تاریخ ته مخ ور واړوو؛ جمعیت اسلامي لومړی له روسیې سره داسې له غبڼ ډک تړون لاسلیک کړ چې د افغانانو د وژلو لپاره یې شوروي پوځ ته په خپل کور کې ځای ورکړ او دوی ته په باج ورکولو سره یې په ټول هېواد کې مجاهدین پرې ووژل. په کورنیو جګړو کې یې کابل چور کړ او بیا یې د امریکا له یرغل سره ملګرتیا وکړه، چې په پایله کې یې په تېرو اووه لسو کلونو کې زموږ په لسګونو زره بې ګناه افغانان شهیدان شول، پر ناموس مو تېري وشول او د بې عدالتیو ګراف اسمان ته وخوت. جمعیت اسلامي په پوره سپین سترګۍ د بن په کنفرانس کې ګډون وکړ او ټوله هڅه یې دا وه چې د حکومت سټراټیژیکې څوکۍ خپلې او بیا له همدې لارې خپلو اشپزانو او کلینرانو ته د جنرالۍ رتبې ورکړي. دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره نه له ایران سره له معاملې مخ واړاوه، نه له پاکستان او نه له فرانسې سره.

د پایلې په توګه ویلی شو چې د افغانستان له نظام سره تر داعش، طالب، القاعدې، امریکا، شوروي پوځ او بالاخره انګریزانو زیات جمعیت اسلامي او د هغوی رهبرانو ستره جفا کړې ده؛ ځکه دوی د نظام کورني دښمنان دي. که دوی جفا کړې نه وی، هېڅ بهرني ښکیلاکګر پر افغانانو د برلاسي توان نه شوی پیدا کولی.

نو په کار ده چې افغان ملت تر هرڅه وړاندې د لستوڼي له دې خطرناک مار سره مبارزه وکړي، د دوی د قدرت جزیرې وچې کړې، د افغان ملت یوه برخه چې دوی برمته کړې، هغه یې له منګولو راخلاصه کړي او په پایله کې یې د یو سرلوړي او یو موټي افغانستان د درلودلو لپاره زمینه برابره شي.
و ما علینا الاالبلاغ