
سپینې ماڼۍ د یوې خپرې کړې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې د بلخ ولایت پر سر دې راپورته شوې ستونزه ژر تر ژره حل شي او نوی والي دې خپله دنده پیل کړي. د سپینې ماڼۍ د دې اعلامیې په غبرګون کې شېبه وړاندې جمعیت ګوند سخت غبرګون ښودلی دی. دغه ګوند په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی حکومت ته خپل شرطونه وړاندې کړي چې د منلو په صورت کې به یې د بلخ ولایت پر سر را پورته شوي جنجالونه حل او دغې معضلې ته به دپای ټکی کېښودل شي.
له دې ښکاري چې جمعیت ګوند د اوسنیو ټولو ناخوالو تر ټولو لوی اړخ دی؛ ځکه خو تل د خپلو شخصي ګټو په پار نظام ګواښي. د ملا محمد عمر ویاند عبدالحی مطمین په خپل کتاب کې لیکلي چې کله روسانو په افغانستان کې ماتې وخوړه، نو د جمعیت ګوند مشران چې په راس کې یې برهان الدین رباني و، روسیې ته لاړل او هلته یې له روسي چارواکو سره پر دې خبرې وکړې چې نجیب له قدرت څخه لرې کړي، نور جهادي ګوندونه له منځه یوسي او د قدرت واګې دوی ته ورکړي؛ په هغه صورت کې به دوی بېرته د روسانو راتګ ته زمینه برابره کړي.
موږ په دې اند وو چې دا به مبالغه وي او حقیقت به ونه لري، خو کله چې د دوی ویډیو را ووته، ټول افغان ولس په دې پوه شو چې دلته څه ډول لوبه روانه ده؟! افغانانو د دوی اصلي څېره وپېژنده او دا ورته په ډاګه شوه چې دوه میلیونه شهید او معلول صرف د جمعیتیانو د شخصي ګټو قرباني شوي وو.
په دې وروستیو کې ولسمشر د یوه حکم له مخې د بلخ مفسد او غل امپراطور له دندې ګوښه او پر ځای یې بل کس معرفي کړ، خو د بلخ امپراطور اصرار کوي چې ولسمشر نه دی ټاکلی او نه یې هم دګوښه کېدو توان لري. له دې ښکاري چې دوی نه قانون ته درناوی لري، نه د هېواد ملي ګټې ورته لومړیتوب لري، نه هم د سولې طرفدار دي او د روانو بدمرغیو لکه جګړه، قتل، اختطاف، انفجار او انتحار، غصب فساد، خیانت او سلګونو نورو بدمرغیو تر شا د دوی لاس دی نه د طالبانو او نورو ډلو.
که چېرې دوی ته ملي ګټې مهمې وای او اولویت یې ورکولی، نو حکومت ته به یې د یوه والي د ګوښه کېدو پر سر شل او زر شرطونه نه وړاندې کولی، خو له دې ښکاري چې که همدا نن د دوی شخصي ګټې په خطر کې واقع شي، د غصب، غلا او فساد مخه ونیول شي، نو سر له سبا به دوی د نظام پر وړاندې را پورته کېږي او نظام به ګواښي.
اوس دا ټولو ته معلومه شوه چې د اوسنیو ناخوالو تر شا د چا لاس دی او څوک دي چې د خپلو شخصي ګټو په پار حاکم نظام ګواښي. اړینه ده چې ولس له حاکم نظام سره په ټینګه ودرېږي او پرې نه ږدي چې زورواکي او غله نور د خلکو حقونه پایمال کړي.
د سوکاله او پر ځان بسیا افغانستان په هیله!