
په دغه راپور کی د نورو جنایتکارانو د نومونو او جنایاتو تر څنګ، د عطا کړنې هم لیکل شوې. د عطا برخه یې ما په پښتو وژباړه او ستاسې سره یې لاندې شریکوم، په انګریزي ژبه د مکمل راپور لینک می هم لاندې ليکلی. که چیرته وخت او حوصله لری، نو تاسې یې لوستلو ته رابولم او که وخت او حوصله یې نه لرۍ، نو یوازې د لنډیز لوستلو ته مو رابولم.
لنډیز
★ عطا شخصي ملیشې لري.
★ د اربکیانو په نوم یې خلک د ځان په ګټه مسلح کړي.
★ عطا د یوې ولسوالۍ د پولیسو قومندان ته د میاشتې ۳۰۰۰۰ ډالر ورکوي تر څو د عطا د ملیشو ملاتړ وکړي.
★ عطا د خپلې ملیشې ۱۵۰۰ کسانو ته مځکه ويشلې.
★ سیمیزه پولیسو ته د جذب د پروګرام له لارې، عطا خپل ګڼ شمیر ملیشې ته قانوني بڼه ورکړه.
★ د سیمیزه پولیسو اتیا سلنه د عطا خلک دي.
★ د عطا ملیشې د بشر اساسي حقوق تر پښو لاندې کوي.
★ د بلخ ولایت په اداره کی لوړرتبه مامورین او همدا راز د امنیتي قواوو لوړرتبه چارواکي د عطا خلک دي.
★ عطا د سیاسي مخالفینو په وژنو او ځورولو کی دخيل دی.
★ عطا د خپلو سیاسي ګټو په خاطر، د سیمې په بې ثباته کولو کی دخيل دی.
★ د پښتنو سره ښه چلند نه کیږي ، د عطا ملیشې دوۍ وهی او زندان ته یې اچوي. د دوۍ شکایات نه اوریدل کیږي او د وګړو په صفت یې سم خدمت نه کیږي.
★ د فساد او امتیاز ورکولو په وسیله عطا د بلخ تجارتي،
سياسي او رسنیز فعالیتونه او همدا راز قضایي سیستم او حتی جرمي فعالیتونه تر خپل اغیز لاندې لري.
★ عطا داسې جنایت کاره ډلې لري چې په وژنو او سړي تښتونو کی دخيل دي
★ عطا د مخدره موادو په قاچاق کی لاس لري.
د بشپړ راپور ژباړه:
د بشري حقوقو د څارنې سازمان په اسنادو ثابته کړه چې عطا یوه د ملیشو داسی شبکه تر خپلې مستقيمې قوماندې لاندې ساتلې چی غړي یې د بشري حقوقو په جدي سرغړونو کی ښکیل دي. د یوه راپور په اساس، په کال ۲۰۱۱ کی عطا لږ تر لږه دوه د ملیشې ګروپونه چې شمیر یې ۴۵۲ کسانو ته رسیږي تر خپل کنترول لاندي لرل. د یو بل راپور له مخې عطا یو ۱۵۰۰ کسیز ګروپ د اربکیانو په نامه په بلخ کی مسلح کړ او دغه ګروپ یې احتياطي ساتلۍ تر څو په هیواد کی که چیرې سیاسي حالات بدل شي ترې کار واخلي. یوې معتبره سرچینې د بشري حقوقو د څار سازمان ته وویل چې د ۲۰۱۱ کال په پیل کی عطا د میاشتې څه ناڅه ۳۰۰۰۰ ډالر د ودود په نامه یوه قومندان ته چې د بلخ د ولسوالۍ د پولیسو مشر و ورکول تر څو د ده د شبکې ملاتړ وکړي. د ۲۰۰۱ کال نه راپدېخوا، عطا د پخوانیو ملیشي د یوې پراخه شبکې د غړو ملاتړ کړۍ او ۱۵۰۰ کسانو ته یې مځکه ورکړې ده.
سیمه ایزه پولیسو ته د جذب د پروسې له لارې، یو لوی شمیر دغه غیر رسمي وسله وال ملیشې ته رسمي موقفونه ورکړل شول چې په دې توګه دولتي هدف، چې د سیمیزه پولیسو لیکو ته د سوچه او واقعي سيميزو خلکو جذب او د کورنیو چارو وزارت د مستقيمې قوماندې لاندې د دوۍ فعالیت و، شنډ کړل شو.
یوه لوړرتبه نړیوال مامور، چې د سيميزو پولیسو د جوړښت د پروګرام په هکله یې معلومات لرل، د ۲۰۱۱ کال د اپریل په میاشت کی وویل، " که په شمال کې په سیمیزه پولیسو کې د مسلح ګروپونه د مدغم هڅه وشي، نو یو یې هم د دغه پروګرام شرایط نه شي پوره کولی." خو د عطا د کنترول لاندې ملیشې په سیمیزه پولیسو بدلې شوې. یوه باخبره مامور د بشري حقوقو د څار سازمان ته وویل، "د سمیزو پولیسو اتیا سلنه د عطا خلک دي." همدغه رسمي سرچینه زیاتوي چې د قومندانانو لوی اکثریت چې عطا د سیمیزه پولیسو لپاره پيشنهاد کړي و، د عطا خلک و چې ډيری یې جرمي او ناوړه سابقه لري. خو په دې هکله عطا د افغان نظامي مامورنیو اعتراضونو ته پام ونکړ .
د ناتو د امنیتي چارو یو محرم راپور چې د بشري حقوقو د څار سازمان تر لاسه کړی وایي، چې عطا د ولسوالۍ په سطح په سیمیزه پولیسو د پام وړ کنترول لري او عطا هڅه وکړه چې وسله واله ملیشې ته قانوني بڼه ورکړي او په پولیسو کې یي مدغم کړي. راپور زياتوي چې په بلخ کی د امنیتي قواوو د ځای پر ځای کولو تجربې وښوده، چې د بې توجهۍ او د تعلیم د نه لرولو له امله ، د عادي پوليسو په پرتله د دغسې خلکو ډیر امکان شته چې د بشر ډیر اساسي حقوق تر پښو لاندې کړي.
د ملیشې د غیر رسمي وضیعت له کبله، د دې ثابتول، چې څوک د دوی نهایې قومانده او د کړنو مسولیت لري، سخت کار ده خو شته شواهد ښیي چې دوی د عطا له خوښې پرته فعالیت نه شي کولاۍ. د ناتو د امنیتي شورا د محرم راپور په اساس، دوی په اصل کی د هغه وختونو په ګډون چې زیاتې او ناروا یې کړې د عطا د کنترول لاندې دي.
د مزار شریف په غرب کې او همدا راز د بلخ په ولایت کی په تیره بیا د افغان دولت په امنیتي قواوو کی ډیر با صلاحیته دولتي مامورين د عطا سره نژدې تړاو لري. په سیمه کې د دغه خلکو نه د عطا د ګټو او شخصي اهدافو د لاسته راوړلو او دفاع لپاره کار اخیستل کیږي. په غالب ګمان عطا خپل سیاسي نفوذ د ۲۰۰۹ کال په ټولټاکنو کې د سیمې په بې ثباتولو مظبوط کړ. د خپلې ملاتړې شبکې په وسیله، د سیاسي مخالفینو په وژلو او ځورولو، عطا خپل سیاسي موقف نور هم قوي کړ. همدا راز د جنایت کارانو او په تیره بیا د مخدره موادو د قاچابرانو سره اړیکې، عطا ته احتمالاً ډیرې ګټورې او د عطا د مالي منابعو په زياتوالي کی ډیرې مرستندویه دي. د عطا سره د ملیشو د اړیکو ډیرښت د عطا یوه بله وسیله ده چې د ده په مقابل کی د ډیریدونکي مخالفت په وړاندې کار ترې اخلي. داسې ویل کیږي چې د مزارشريف په غرب کې عطا خپل نفوذ د بلخ د ادارې د کارکونکو، په خاصه توګه د افغان ملي پولیس د قومندانانو او بیلابیلو ملیشو او اربکیانو په واسطه خپروي.
ناصر خان ( مستعار نوم) چې د مزار په غرب کې د افغانيه سیمې یو پښتون سپينږيري دی، د بشري حقوقو د څار ادارې ته وویل، چې د عطا تر کنترول لاندې قواوو د سیمې د خلکو نه غلاوې کوي او هر څوک یې چې زړه وي بندي کوي.
دوی د افغانيه د سيمې نه دوه ښځې په دې دليل وتښتولې چې دا ښځې تاجکې دي او د پښتنو سره یې واده کړی. ناصر خان وایي چې دوی خپل شکایت ولسوال ته وکړ خو هیڅ ګټه یې و نه کړه. محمد جان( مستعار نوم) د افغانيه د سیمې یو بل سپينږيری د بشري حقوقو د څار سازمان ته وویل چې د ۲۰۰۹ کال د ټولټاکنو په وخت کې کله چې په سیمه کی د عطا په وسلوالو ملیشو برید وشو، دغه ملیشو د کلي په تلاشۍ کې دغه سپینږیری ډیر وهلی او په مرګ یې تهديد کړ.
د ۲۰۱۱ د امنیتي چارو د رسمي راپور په اساس، د پوليس په جامه کی د اربکیانو د بد چلند، د دولتي ادارو د نه شتون، او یا ډیر واټن له امله، پښتون میشته سیمو ته لږ خدمت شوی. کله چې ناصر خان او نور کلیوال والي عطا ته مخامخ د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر د میاشتې د وژنو په هکله شکایت وکړ، عطا په ځواب کی دوی ته وویل چې دا تیروتنه وه او قاتلین وبښئ. په دې تړوا هیڅوک مسول و نه پیژندل شول.
یو شمیر معتبره سرچينې وایي چې د عطا د وسلوالو امنیتي قواوو د شبکې ځینې کسان په جرمي فعالیتونو او د بشري حقوقو په تر پښو لاندې کولو کې ښکیل دي.
د پورته یاد شوي امنيتي چارو د محرم راپور په اساس:
د بلخ په ولایت کی والي عطا د ټولنې ډیر اړخونه تر خپل کنترول لاندې لري. د فساد او د امتيازاتو د ورکړې په وسیله، عطا تجارتي ، سياسي او رسنیز فعالیتونه او همدا راز قضایي سیستم او حتی جرمي فعالیتونه تر خپل نفوذ لاندې لري.
د عطا هدف چې د مزارشریف په غرب کې هم نفوذ ولري د عطا د هغه هیلې یوه برخه جوړي چې د رسمي او غیر رسمي جوړښتونو په وسیله په ټول بلخ کې خپل حاکمیت وساتي. په غالب ګمان د مزارشريف د غربي سیمي سره د عطا علاقه د هغه هیلې سره تړلې ده چې د دغه څخه نوره هم سياسي ګټه پورته کړي او بل دا چې عطا هلته په غیر قانوني فعالیتونو په خاصه توګه د مخدره مواد په قاچاق کې دخيل دی.
دوه معتبره رسمي سرچینو د بشري حقوقو د څار سازمان ته په جلا توګه وویل چې په امنیتي قواوو کې د عطا یو شمیر قومندانان د جنایت کاره ډلو، چې په سړي تښتونو، وژنو او داسې نورو جرمونو کې دخيل دي، مشري کوي. دواړو سرچینو چې د غچ له ویرې یې نه غوښتل نومونه یې ذکر شي، د جنایي مدیر سلطان محمد ،د امنیت اپراتیفي معاون سید شاه ( د عطا اوښۍ) او د جنرال عزیز چې د بلخ د ملي امنیت په اداره کی یو لوړ رتبه مامور دی نومونه یاد کړل چې د نورو قومندانانو تر څنګ په ډیرو جنایتکاره فعاليتو کی دخيل دي.
د افغان دولت د ۲۰۱۲ کال یو نه خپور شوی راپور چې د بشري حقوقو د څار سازمان لاس ته ورغلې بیانوې چې څنګه سیدشاه ( د عطا اوښۍ) او جنرال عزیز د غیر رسمي مخفي باډیګاردانو د واحدونو، چې په جنایتکاره فعالیتونو او د سیمیزه خلکو په ځورونه کی دخيل دي، مشرې کوي. د همدغه سرچينې د ۲۰۱۲ کال په یو بل راپور کې راغلي چې عطا د حبیب الرحمن سره چې یو یو بدنامه ظالم سړي تښتونکي او د جمعیت پخوانی قومندان ده مرسته او ملاتړ کوي. د حبیب الرحمن په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.
یوه پلار د بشري حقوقو د څار سازمان ته وویل چي سربیره پر دې چې پیسې یې د خپل ماشوم د آزادکولو لپاره تسليم کړلې، خو دغه د سړي تښتونکې ډلې( پولیس ورته وویل چې د دغه ډلې مشري حبیب الرحمن او سید شاه کوله) دا ماشوم لږ وخت وروسته د تښتونې نه وژلی وو.
د پورتني راپور په اساس ، د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ په میاشت کې حبیب الرحمن ونیو خو عطا شخصاً پخپله د حبیب الرحمن د محاکمې لپاره کابل ته د لیږلو مخنيوی وکړ. که چیرې حبیب الرحمن کابل ته لیږل شوی وای، عطا به دومره نفوذ چې د حبيب په محاکمه کی په مزار کی لري په کابل کی نه درلود. د حبیب الرحمن دغه لوی جرم او د دې جرمونو څخه د ولس خبرتیا د دې باعث شوه چې محاکمه لږترلږه لږ اعتبار ولري، نو محکمې حبیب الرحمن ته د ۱۷ کالو زندان جزا ورکړه. په دې کې هم عطا مداخله وکړه او حبیب الرحمن ته یې په زندان کې داسې آسانتياوې برابرې کړې چې زندان نه هم د خپلې جنایت کاره ډلې د عملیاتو، سړی تښتونې په ګډون، نظارت کوي.