ولې دي ايښي وي مدام پاس په ټوپک لاسونه
بايد پراته وايي په کتاب ستا سپين نازک لاسونه
دسـلو کالو رنځ به يي جوړشی په ژوندون به ګډ شی
په سر که يي تير شي مسيحا ستا مبارک لاسونه
وې ويل ته د دې ماشوم شهيد قاتل يي پلاره!
خور چې په ســرو وينو کې وليد د لالک لاسونه
د زور دي نه ووم د زلفانو د مارانو ګلې
ځکه مې لري له رخسار کړه ستا چټک لاسونه
په کار مې نه دي د لباس په رنګ رنګين لاسونه
که راکوي راکړي ملګرو د کومک لاسونه
که غواړي ښکل کړي ستالاسونه ټول جهان خاکساره
مچوه هر سهار ماښـام د خپل ابک لا سونه
وروستي