
ژباړه : صافی الآثری
دموجوده زمانې دبدنامې امنيتي ادارې لوړپوړي مشرایرک پرنس اعتراف :
د پاکستاني چارواکو انکار پروا نکوي د ایرانی اثر رسوخ د پای ته روسولو لپاره نایجیریا ، صومالیه او یمن کی هم دا ټولګی فعال دی
پاکستان کی امنیتی ځواکونو ته روزنه ورکوي ، په بش باندې د بوټ ګوزارکونکی همدی ایجنسۍ نیولی دی .
افغانانو ته د تشناب کاغذ استعمال پورې کارونه بلیک واټر ورزده کوي ،د ژنیف کنوانسیون تړون په دوي نه تطبیق کیږي
نیو یارک (آن لاین) بلیک واټرپه نوم دامنیتی ایجنسی مشر ایرک پرنس یو ځل بیا منلې چې بلیک واټر په پاکستان کی شتون لري او د امنیتی ځواکونو روزنه کوي په مشی ګن کی د خپل پلارنې ښار هالینډ کی یوې غټې غونډې ته د وینا په مهال د دغه بد نامې ایجنسۍ مشر ایرک پرنس وویل : القاعده او طالبان او چپ لاسی تنظیمونه د بلیک واټرایجنسۍ د ښمنان دي بلیک واټر د امریکی فوځونو د مرستې لپاره او د ایراني اثر رسوخ د ختمولو لپاره په سعودی عربستان ، یمن ، صومالیه ، او نایجیریا هیوادونو کی موجود دي .
خو په افغانستان کی یی څلور په مخ تللی بیسونه بشپړ په واک کی دي او د همدغه ځای څخه عملیات کوي ، ایرک پرنس وویل : په دوي نه د ژنیف تړون تطبیق کیږي او نه یی کومه پروا کوي او ددی اړوند خلک د پیښی ځایونونه وتل غواړي ، دوي د دولسمی سلیزې barbarains سفاک خلک دي په کال 2009م افغانستان کی د نارکوټیکس فابریکه باندې بمباري د دوی کارنامه ده، ژنیف د کومې چڼچڼې نوم دی ؟ دا خلک یی نه پیژني .
ایرک پرنس وویل : بلیک واټر په پاکستان کی شتون لري او امنیتی ځواکونو ته روزنه ورکوي ، او ددی خبری هیڅ پروانکوی چې پاکستان یی انکار کوي ، بلیک واټر د امریکایی فوځ د مرستی لپاره هر وخت په هر ځای کی موجود دي ، د ناټو ځینې کارونه همدوی کوي .
ایرک پرنس زیاته کړه چې په ولسمشر بش د بوټ ګوزار کونکی منتظر زیدی هم بلیک واټر نیولې و، او په امریکه کی د کترینا طوفان په وخت د لوزیانا پولیسو هم د دوی په لاس وټکول شول او د هیټی په زلزله کی هم بلیک واټر موجود وو ، زیاته یی کړه چې افغانانوته خو د تشناب کاغذ کارولو پوری روزنه همدوی ورکوي ، د ایرک پرنس د وینا په مهال غونډې ته د ژورنالستانو راننوتلو باندې بندیز و، ایرک وویل په یاداشتونو مشتمل کتاب به ترراتلونکی مني موسم پورې بازار ته راورسیږی.
دسې شنبې ورځې 11می 2010م
د مشرق ورځپاڼې په مننه