د م. م امنیت شورا پر انټرکانټیننټال هوټل برید وغانده

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې ۳مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه یوه اعلامیه خپره کړېو چې په کې یي په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل وروستی برید په کلکه غندلی دی.
د امنیت شورا غړو په‎دې اعلامیه کې د افغانستان او نورو هغو هېوادونو حکومتونو سره چې اتباع‌یې په‎دې پېښه کې وژل شوي، خواخوږي ښودلې ده.
دغې شورا غړو یو ځل بیا ترورېزم د ټولې نړۍ د ثبات او امنیت لپاره یو جدي ګواښ بللی دی.
امنیت  شورا یو وار بیا په دې اړه ټینګار وکړ چې د دې ډول ترورېستي اقداماتو له ملاتړو، تمویلوونکو او پلانوونکو سره باید حساب وشي او عدالت ته راوستل شي.
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، له ټولو هېوادونو غوښتنه شوې چې د نړیوالو اصولو او خپلو مسوولیتونو له مخې په‎دې برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.