پنس د ایران اټمي تړون ناورین ګڼلی

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې ۳مه) د امریکا متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر د ایران اټمي تړون یو ناورین بللی او له هغه څخه‌ یې د وتلو ګواښ هم کړی دی.
نوموړي تیره ورځ د اسرائیل پارلمان ته په وینا کې یو ځل بیا وویل؛ تر هغو چې د تهران او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ په دغه اټمي تړون کې اصلاحات نه‎وي راغلي، د امریکا متحده ایالات به ترې ووځي.
ښاغلي پنس زیاته کړې کړې، چې د ایران اټمي تړون یو ناورین دی.
هم مهاله د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي و چې غواړي په دې اټمي تړون کې د ده په خبره د عیبونو د سمولو په هدف له اروپایي متحدینو او کانګرس سره کار وکړي.
بل خوا تهران بیا په دغه تړون کې هر ډول بدلون ردوي.