
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې ۲مه) متحده ايالتونو له ترکيې غوښتنه کړې، چې د سوريې شمال حلب ولايت عفرين په سيمه کې د کردانو پر ضد د عملياتو په اړه زغم ولري.
تېره ورځ بیا ترکيې اعلان وکړ، چې عفرين ښار کې يې د امریکا ملاتړ لرونکو کردانو پر ضد ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي او د پرمختگ په حال کې دي.
بل خوا د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيدز ناورت ويلي؛ د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن له خپل ترکي سيال مولود جاويش اوغلو او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف سره د دغو عملياتو په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې دي.
ښاغلي ناورت زیاته کړې، واشنگټن د ترکيې پولې ته څېرمه د کردانو د فعاليتونو په اړه د انقرې امنيتي اندېښنې مني، خو په ورته وخت کې يې ټينگار کړی.
د امریکا دفاع وزير جيمز مټیس هم ويلي، چې ترکيې په عفرين کې له هوايي بريدونو وړاندې امریکا ته خبر ورکړی و او زياتوي، چې واشنگټن له انقرې سره د دې عملياتو په اړه په اړيکه کې ده.
امریکايي چارواکو دا څرگندونې د سوريې په شمال حلب ولايت په عفرين کې د کردي ډلو پر ضد د ترک پوځ د عملياتو له پيلولو يوه ورځ وروسته کړي دي.
انقره د سوريې په شمال کې د کردانو ډلې ترهګر بولي او ادعا کوي، چې دا ډلې له۱۹۸۴ راهيسې د ترکيې له بيلتونپالو کردي ياغيانو سره د ترکيې پر ضد جنګیږي.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي، چې دوی به عفرين سيمه له کردي ترهگرو پاکه کړي.
په ورته وخت کې د ترکيې لومړي وزير بن علي یلدرم هم ويلي، چې دغه عمليات به په څلورو پړواوونو کې پر مخ بيول کېږي او په لنډ وخت کې به پای ته ورسيږي.
روسيې او ایران د دغو عملياتو په اړه اندېښنه ښوولې او له ترکيې یې د بندولو غوښتنه کړې ده.