ليک دانسانانو تر منځ لمړنۍ ټولنيزه پديده

کابو دوه ويشت زره کاله وړاندې لمړني انسان چې په غارونو کې اوسېده دانځورښکلو اوليک ليکلو تجربه ترسره کړه اوله دې سره يې دبشرپه ژوند کې يونوى باب پرانيست
له هغې اتلي زره کاله راورسته انسانانو دخپل تارېخ اوځينو فلکوري کيسو دخوندي ساتلولپاره دانځور اوکرښو په بڼه په ډبرليکونو ځانګړ ې نښې وکښلې
اوتقريبا زرکاله ورسته بياانسانان په دې بريالي شول چې دليک په وسيله دخپل ژوندچارې سره شريکې کړي او دې پديدې ته يوه ټولينزه بڼه ورکړي
دليک هنر يواوږد اوپېچلى تاريخ لري ترکومه ځايه چې اسناد راپاتې دي وايې چې ليک اودليکلوفن دبين النهرين (Mesopotamia ) په ځمکه او ياددجلې اوفرات دسېندونو ترمنځ سيمه کې رامنځ ته شوي سومريانو اوکلدانيانو که څه هم په جغرافيايي لحاظ په يوه سيمه کې ژوند کاوه خود څېړنو پر بيسټ دهغو ي ژبو له يوبل سره ژور توپير درلود. دې دواړوټو لنو چې دوخت متمدن اوعصري قومونه شمېرل کېدل دبابل دحکومت ترسيوري لاندي يې ژوند کاوه اواکثر ه په بزګرۍ اوشپنۍ بوخت وو
ددځاي څخه په ترلاسه شو لمړنيو سومري ډبرليکونوڅخه چې د(Urvk) به معبد کې وموندل شول ددي ټوليې په هکله ډير څه لوستلي شو
دې ډبرليکونو ته په پام سره ويلي شو چې دليک لمړني نښې په دي سيمه کې دکښت اوغلو دانو دشمېر دمعلومولو لپاره په کاروړل شوي دي
همدارنګه اه دې اسنادوڅخه جوتېږي چې دسومريانو ترمنځ دنقرې راکړه ورکړه هم موجوده وه هغوي يو ځانګړې سيکه درلوده چې دوي به په ورځنيو چاروکې ترکاراخيست
داډول په ځينوډبرليکونو کې چې داوږدلو حوپه شکل دي دزده کونکې اوښونکي دتدريس په مهال انځورونه ليدل کيږي چې څنګه دهغه مهال مروج ليک (ميخي ليک ) زده کوي
دميخي ليک په ترلاسه شوو لمړنيو ډبرليکونو کې دبېلابېلو څيزونو شکلو او انځورونه ترسترګو کيږي چې په خورالوړ زوق حک شوي
دکارپوهان په باور داددې خلکو ځينې يادښتونه اوياګارونه دي چې دبشر لمړنى ليک يې بللي شو دداډول ليک کابو ١٥٠٠ بېلګې راپاتې دي چې په اوږدو ليکوکې يودبل ترڅنګ کښل شوي دي اويوځانګړي مفهوم ليږدوي
دوخت په تيريدوسره دليک دې بڼې هم بدلونه وموند اودڅېزونو دانځورونه په کرښو بدل شول دوخت په تېرېدوسره داليک نورهم اصلاح شو اوپه يوډول ځانګړو قلمونو چې دباتلاقي په دښته کي له رازرغونېدونګو بوټو جوړېدل وليکل شو هغو ي به دا قلم ته ورته درګې دمثلث په شکل تراشلې او په ځانګړو اولوحو به يې پري ليک ليکه
لکه څنګه موچې وړاندي اشاره وکړه ليک انساناو ترمنځ په اړيکو ټينګولو کې خورامهم ارزښت درلو د چې دوخت په تيرېدوسره يې بڼې هم بدلون پيداکړ اوله لمړني حالت څخه په بېلابېلو پړاونو کې بشپړ شو چې ورسره دبشر ژوندهم په همدې بڼې تغير وموند
ليک دوخت په تېرېدوسره دنړۍ ګوټ ،ګوټ ته خپورشوو. لمړنيو انسانانو دليک دايجاد اورامنځ ته کولو لمړني ګامونه واخستل خو بشر چې تل په تلاش او فکر کې وو په دي يې اکتفاونکړه او دليک فن يې ترکرښو اوحروفو راورساو ه اوپه دې ډول يې له حروفو جملې اوعبارتونه جوړکړل اوبشپړ مفهوم يې ولېږدوو .حتى دوي کولي شو چې په ډيرعادي ډول يو څه وليکي اوهرڅه چې غواړ بيان کړي
 
مجيب ((احــــــــــــــــــــــــساس ))
ننګرهار
١٣٨٩