د خوشال بابا فکري بهیر د ۲۱۴مې غونډې راپور

د خوشال بابا فکري بهیر ۲۱۴ غونډه د معمول په څېر تر سره شوه. په پیل کې قاري صیب ذکرالله ستانکزی د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره غونډه پیل کړه، ورپسې ښاغلي داوود سلیم د اجنډا مطابق په یو نبوي حدیث شریف رڼا واچوله.
 
C:\Users\Rohi\Downloads\IMG_6372.JPG
 
د غونډې لومړی ویناوال چې ښاغلی اجمل روهي و، د اونۍ پر مهمو ملي او نړیوالو پېښو بحث وکړ، چې هېواد ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د استازو راتګ او د افغانستان پر وضعیت او په ګاونډي هېواد پاکستان باندې د امریکا فشارونه، د ټرمپ د ټویټ په اړه د خلکو غبرګون، پر افغان مهاجرینو د پاکستان لخوا فشارونه، د عطا نور او حکومت تر منځ د رامنځته شوي کړکېچ په برخه کې د امریکا مداخله د بحث مهم موضوعات وو.
 
C:\Users\Rohi\Downloads\IMG_6377.JPG
 
د دې اونۍ د کتاب د معرفي په برخه کې ښاغلي ډاکټر محمد شریف ځدران خان د فخر افغان پاچا خان د ژوند او مبارزې په اړه نوی چاپ شوی کتاب وړاندې کړ. کتاب د (زما ژوند او مبارزه) تر سر لیک لاندې هندي لیکوالانو لیکلی او د کابل پوهنتون استاد ښاغلي بریالي حکیمي پښتو ژبې ته ژباړلی دی. کتاب کې په خپله د باچا خان خبرې او نقل قولونه ذکر شوي چې محتوا یې تر ډېره د باچا خان په ژوند، د هغه په ښو اخلاقو او چلند، د مبارزې پر تکتیکونو او د عدم تشدد مفکورې په خورولو را څرخي.
 
C:\Users\Rohi\Downloads\IMG_6374.JPG
 
باچا خان د ۱۸۹۰- ۱۹۸۸ کلونو تر منځ ژوند کاوه. نوموړی د اشنغر په اتمانزیو کلي کې زېږېدلی او لومړنۍ زده کړې یې هم په خپل کلي کې تر سره کړې دي. د کتاب لیکوال د باچا خان هغه خبرې را اخیستي چې دی خپله وایي: انګریزانو پر پښتو ډېر ظلمونه او تشدد وکړ او تر دې چې د ژوند له ابتدایي ضرورتونو او زده کړو څخه يې محروم کړي وو، په ټولنه کې یې د روحانیونو په وسیله د ښوونځیو جوړول او پر نجونو زده کړې کول حرام ګرځولي وو، د هر ډول پرمختګ مخه یې ډب کړې وه، بالاخره پښتانه اړ شول چې د دې ظلم او ناروا په وړاندې پاڅون او مبارزه پيل کړي. په کتاب کې د باچا خان او غازي امان الله خان د لیدنې یادونه هم شوې چې په ۱۹۲۰ ز کال باچا خان کابل ته راځي او له غازي امان الله خان نه د انګریزي ښکېلاک په وړاندې د مبارزې په برخه کې ډاډ او ملاتړ غواړي، غازي ورسره د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکوي او د دوی لیدنې دوام مومي.
 
C:\Users\Rohi\Downloads\IMG_6391.JPG
 
د غونډې بله برخه چې د پرزنټېشن وړاندې کول و، ښاغلي عزیزپردېس د بریالي ویناوال د ځانګړنو تر سرليک لاندې په زړه پورې پرزنټېشن وړاندې کړ او هغو مهمو ټکو ته يې اشاره وکړه چې یو ویناوال یې باید د ویناوالۍ پر مهال رعایت کړي او همدارنګه د غوره ویناوال صفات او ځانګړنې هم تشریح کړې.
 
C:\Users\Rohi\Downloads\IMG_6405.JPG
 
د غونډې په پای کې ښاغلي ذبیح الله هېوادوال په سوريه کې د فاطميون لښکر په اړه ځانګړې وینا درلوده او پدې برخه کې يې له مهمو رازونو پرده پورته کړه.
 
C:\Users\Rohi\Downloads\IMG_6411.JPG
 
غونډه د ډاکټر صیب خوشال روهي په تبصرو او دوعایې سره پای ته ورسېده.
 
C:\Users\Rohi\Downloads\IMG_6392.JPG
C:\Users\Rohi\Downloads\IMG_6414.JPG
C:\Users\Rohi\Downloads\IMG_6376.JPG