مثبت فکر

عموماً د انسانانو فکرونه په درې کټګوریو وېشل شوي دي: مثبت، منفي او ناقص فکرونه. موږ دلته پر مثبت فکر خبرې کوو.
د منفي فکر ضد ته مثبت فکر وایي. یا هر مشروع او روا کار ته د هیله مندۍ له اړخه کتلو ته مثبت فکر وایي. په دې معنا کله چې موږ د یو مشروع کار یا د یو شي په اړه تصمیم نیسو، چې په هغې کې زموږ هیلې او غوښتنې نغښتې وي او هغه کار په دې باور او عقیده تر سره کوو، چې سالمه نتیجه به ورکړي، همدې ته مثبت فکر وایي.

د مثبت فکر ښېګڼې:
ارواپوهان په دې ټینګار کوي چې مثبت فکر کول انسان د خوښیو پر لور بیایي او کولای شي خپلو موخو ته په ډېرې اسانۍ سره ورسېږي. مثبت فکر د روهي ډاډ او ارامۍ تر څنګ د انسان په جسم او فزیکي جوړښت هم اغېزې لري، انسان ته ذهني ثبات او ځواکمنتیا وربښي. د انسان باورونه، فکرونه، خیالونه او استعدادونه پیاوړي کوي. مثبت فکر انسان ته جرئت، لیاقت او شهامت وربښي او بالاخره انسان د بریا لور ته رسوي.

مثبت فکر موږ ته هیلې رابښي تر څو په خپل ځان او روان کې د یوه استعداد په شتون باور ولرو او خپلو موخو ته ورسېږو. د مثبت فکر بله ښېګڼه دا ده چې له ستونزو سره د مخ کېدو پر وخت خپله ارامي او احساسات کابو کړو. په مثبت فکر سره موږ په خپل ځان کې بدلون رامنځته کولی شو تر څو نور خلک تر خپل اغېز لاندې راولو او تر دې پورې باید هڅې وکړو چې نړۍ په یوه بهترین مکان باندې بدله کړو.

مثبت فکر انسان ته د سرلوړۍ او بریا احساس ورکوي، مثبت فکر د ژوند د خوښۍ او نېکمرغۍ سبب کېږي. سړی هوښیار او بیداروي، په مثبت فکر سره هره ښه نظریه په باور بدلېدلی شي.

همدارنګه په مثبت فکر سره له ژوند نه خوند اخیستل کېږي او له کړاوونو سره کم مخ کېږي، د مثبت فکر څښتنان له وړې خوښۍ هم په زیاته کچه خوند اخیستلای شي، د مثبت فکر درلودونکي کسان کولای شي، خپلې کورنۍ ملګرو او دوستانو ته هم خوښي ور په برخه کړي، په دوی کې د خوښیو د لېږدولو مهارت د نورو کسانو په پرتله زیات وي او په دې ښه پوهیږي، چې څنګه وکولای شي نور کسان هم له ځان سره خوښ وساتي. د دوی ټوله هڅه دا وي، چې تل مثبت فکر وکړي په دې پوره باور لري، چې همدا مثبت فکر کول د دې لامل ګرځي، چې هم دوی، کورنۍ یې، ملګري او دوستان یې خوشحاله وساتي او په څنګ کې یې خپلو ټاکلو موخو ته په اساني وکولای شي ځان ورسوي.

مثبت فکر کول ستاسې د روغتیا ضامن جوړېدلی شي. په دې معنا کله چې تاسې په خپل ژوند کې تل مثبت فکر کوئ او هېڅ اندېښنه او خفګان نه کوئ، نو ستاسې د ناروغۍ کچه به هم کمه وي، ځکه نن ورځ ارواپوهان په دې اند دي، چې د ناروغیو اصلي لامل اندېښنه کول او خفګان دی.

هڅه وکړئ چې منفي فکرونه مو په مثبتو هغو بدل کړئ، یعنې هر هغه کار یا هره هغه خبره چې په کولو یې نورو ته زیان رسېږي یا د هغوی زړونو ماتېږي او خوا بدي کېږي، کوښښ وکړئ چې تر سره یې نه کړئ او چې څومره مو وس کېږي، خلکو ته مثبت فکر او نظریې ورکړئ.

مثبت فکر ستاسې په ژوند کې مثبت بدلون او تغیرات هم راوستلی شي او د بدلون لپاره تاسې ته تر ټولو ښه موقع په لاس درکوي.

د مثبت فکر لرونکي انسان نښې:
د مثبت فکر څښتن تل خوږې خبرې کوي، له هېچا څخه نه خفه کېږي، تل یې پر شونډو موسکا خوره وي، په خلکو ښه ګومان کوي او په ښویېدنو یې سترګې پټوي، په زړه کې چاته کینه او حسد نه ساتي، د خلکو په خوښیو او خفګان کې شریک وي، د نورو د منفي چلند په وړاندې جدي عکس العمل نه څرګندوي، بلکې مثبت چلند ورسره کوي، تل د خلکو ستونزو اوري او مرستې ته یې حاضر وي.

د منفي فکر زیانونه:
منفي فکرونه تل تشدد، ناخوالې، بدبختۍ، کینه، اندېښنه، خفګان، ناروغۍ، وروسته والی او داسې نور ټولنیز حساسیتونه زېږوي. منفي فکرونه د پرمختګ، ترقۍ، ابادۍ، ورورولۍ، سوکالۍ او خوشبختۍ مخه نیسي. په منفي فکر کولو سره ښايي ژوند مو د جګړې میدان وګرځي او په هغې کې ورک شو او ټول خلک به مو دښمان وګرځي.

په منفي فکر سره به هېڅکله نېکمرغي ونه ګورو، ځان به هېڅکله ونه پېژنو، د ژوند لپاره به یو ښه تعریف ونشو کولی، خپل احساسات به هېڅکله کنټرول نه کړو، د نورو سره به د جوړجاري او خوښۍ شیبې ونه شو ازمویلی، لنډه دا چې په منفي فکر سره به ژوندي ووسو خو ژوند به مو نه وي کړی.

په پای کې دومره وایم چې: تل مثبت فکر وکړئ، منفي خبرو ته ارزښت مه ورکوئ، هېڅکه ستونزو ته مه تسلیمېږئ، تل په الله تعالی توکل وکړئ، په هغه ایمان او باور ولرئ، د زړه له تله د هغه د نعمتونو او لورینو شکر ادا کړئ او خپلو نېکو موخو ته د رسېدلو په لاره کې ځنډ مه کوئ، له هرې شیبې مثبته ګټه پورته کړئ.