حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن (۶۷کښت)

پوهنمل محمود نظری

یو حکیم تل خپل زوی ته ویل :ډیره ډوډۍ مه خوره رنځور به شې.
زوی یې په ځواب کې ویل: اې پلاره! وږه خپله مړینه ده .وایي: مړینه په مړه خېټه خوند کوي.
حکیم ورته وویل: خدا ی(ج) فرمایي : كلوا واشربو و لا تسرفوا:
(اعراف د سورې (۳۰ )مبارک ایت شریف)
«وخورئ ، وڅښئ مګر اسراف مه کوئ»
نه چندان بخور کز دهانت برآید
نه چندان که از ضعف جانت برآید
گر گلشکر خوری به تکلف زیان کند
ورنان خشک دیر خوری گلشکر بود
مه دومره خوره چې له خولې دي ووځي
نه دومره چې له زلخوږي دي سا ووځي
که انګبین وخورې په مړښت زیان لري
که سپوره په اشتیا وخورې انګبین ګرځي
***
د اردشیربابکان( د ساساني لړۍ بنسټ اېښوونکی) له یوعربي طبیب څخه وپوښتل.
له ورځي باید څومره خواړه وخورو؟
طبیب ځواب ورکړ: د سلو درهمو په کچه[ ۴۸ اوربښې] بس دي
اردشیر وپوښتل: دا اندازه انسان ته څومره قوت ورکوي؟
طبیب ځواب ورکړ: دا اندازه د استواری او حرکت لپاره بسنه کوي؛ که ډیره وخوړل شي بدن یې پلنډي کیږي!
خوردن برای زیستن و ذکر کردن است
تو معتقد که زیستن از بهر خوردن است
خوړل د ژوند او ذکر لپاره دی
ته باورلرې چې ژوندد خوړولو لپاره دی
***
د مکې د ښار ځوانانو په سفر کې عارفانه ترنم ږغوی. دیو عارف هغه خوښ نه شو ؛ هغوی یې منع کړل .کله چې« بنی هلال» ته ورسیدل هلته یو تور هلک داسې په ترنم غزله ویله، چې د عارف اوښ په نڅاه شو ؛ملا ولوېد او اوښ یې لکه لیونی سارا ته وتښتید.
یو له هغو ځوانانو عارف ته وویل: ښه ږغ پر حیوان لا اغیزه کوي !
دانى چه گفت مرا آن بلبل سحرى
تو خرد چه آدمييى كز عشق بى خبرى
اشترى به شعر عرب در حالتست و طرب
گر ذوق نيست تو را كژ طبع جانورى
پوهیږې څه ویل ماته هغه بلبل سحر
ته څنګه پوه سړی یې چې له عشقه یې بې خبر
اوښ په عر بي غز لو لیونی شو د سرور
ان ته نلري ذوق دکوږ خویه ځیناور

***=
یو پالوان ته چا ښکنځل وکړه ؛له ډیرې غوسې د هغه خولې زګونه وکړه؛ پر هغه يي چغې وهلې. یو صاحب حال چې له هغه ځایه تیریدی و پوښتل:
هغه ولي دومره چغي وهئ؟
یو سړي ځواب ورکړ: یو چا هغه ته ښکنځل وکړه!
صاحب حال وویل : هغه احمق دزر منو بار پورته کولو طاقت لري او دیوې ښکنځلې طاقت نه لري. په بدن کې پالوان او په روح کې ډيره ناتوان دی.
لاف سر پنجگى و دعوى مردى بگذار
عاجز نفس ، فرومايه چه مردى زنى
گرت از دست برآيد دهنى شيرين كن
مردى آن نيست كه مشتى بزنى بر دهنى
اگر خود بر كند پيشانى پيل
نه مرد است آنكه در او مردمى نيست
بنى آدم سرشت از خاك دارد
اگر خاکى نباشد، آدمى نيست
د اتلي باټي او مړانې دعوا پریږده
خوار نفسه بېړا ولي سړی وهې
که کولی شې یوه خوله کړه خوږه
مړانه نه ده سوک وهل د بل په خوله
هغه چې له زوره د پيل سر پرې کوي
مېره نه دی هغه چې مېړانه نلري
انسان جوړ شوی دی له خاورو
که خاورې نه شې انسان نه یي
***=
یو پاچا پرهیزګارانوته په ټیټه سترګه کتل.
یو پرهیزګار هغه ته وویل: اې پاچا موږ لښکر نه لرو؛ مګر د ژوندپه مزو کې له تا خوشاله او په مړینه کې ستا سره برابر یو؛دحساب د ورځي په حساب کې ستا څخه ښه یو. نه ولي په موږ ځان کنجوې؟
اگر كشور گشاى كامران است
و گرد رويش ، حاجتمند نان است
در آن ساعت كه خواهند اين و آن مرد
نخواهند از جهان بيش از كفن برد
که پاچا بریالی دی
که ملنګ اړ دډوډۍ دی
هدیرې ته دا دواړه تن
نشوای وړلای ډیرتر یو کفن
***
سلیمان بن عبدالملک له علماوسره ناست وو په هغوی کې زهری(محمد بن مسلم فقیه عالم) هم وو.
خلیفه دیو سړی په راتلو سره په غوسه هغه ته وویل:
ماته خبر رارسیدلی، چې تا زما بد ویل .
هغه سړی ویل:
قسم خورم ماداسي نه دې ویلي!
خلیفه وویل: هغه چا چې ماته دا ویلي صادق او د باور سړی دی!
زهری خلیفه ته وویل: غماز هیڅکله رښتیا ویونکی نه وي!
خلیفه د زهري خبره ومنله.
هغه سړی يې وبښی.
***=
ابوالنعینا « محمد بن قاسم بصری مړینه ۲۸۲ یا ۲۸۳» او ابو تمکرم بغدادی[ مخور ټوکي) په یو مجلس کې څنګ تر څنګ ناست وه د یو بل سره يي پوس پوسی وو. کوربه ترې وپوښتل:
بیا څه درواغ جوړوئ؟
هغوی ځواب ورکړ: شی نه دی ستا ښه وايو!