امریکا کې د ټرمپ پر ضد لاریون شوی

(روهی ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې لومړۍ) په امریکا کې سلګونو زرو ښځو او نارینه وو د هغه هېواد ولسمشر ټرمپ په ضد لاریون کړی دی.
ویل شوي، چې تیره ورځ د امریکا په ښارونو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد د ده د ولسمشرۍ له لومړۍ کالېزې سره په یو وخت لاریونونه پیل شو.
د سرچینو په باور، ټاکل شوې ده چې دا لاریونونه نن هم دوام ولري.
د معلوماتو له مخې دا مظاهرې د امریکا په شاوخوا ۲۵۰ ښارونو کې شوې دي.
لاریونوالو د ټرمپ پر پالیسیو انتقادونه کړي او ویلي یې دي، چې دغو سیاستونو ښځې کړولي دي.
په واشنګټن کې د ډیموکراټ ګوند سیاستوالو هم په دغو لاریونو کې ګډون کړی دی.