د سوریې په عفرین سیمه کې حملو ۱۰ تنه وژلي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې لومړۍ) په سوریه کې د کُرد وسله والو ویلي، چې د دې هېواد په عفرین سیمه کې د ترکیې په هوايي حملو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي. د ځايي وسله والو په خبره، په دغه وژل شویو کې اکثره وګړي یې ملکیان دي. ترکیې تیره ورځ د هغې سیمې پر ضد عملیات پیل کړي، چې د امریکا له ملاتړه برخمن کُرد جنګیالي یې په ولکه کې لري.
ترکیې وروسته له هغې دا عملیات پیل کړي چې امریکا خبرداری ورکړ چې دا کار به سیمه لا ډېره بې ثباته کړي.
هلته د کُردانو د خلکو د ساتونکو قطعو یوه مشر بیروسک هاساکه فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د یوه ماشوم په ګډون ۷ تنه نور ملکیان وژل شوي دي.
په وژل شویو کې ۲تنه جنګیالي او ۳تنه مېرمنې هم برخه لري.
ترک چارواکو بیا ویلي، چې په عملیاتو کې یې  کُرد ملېشوو ته مرګ ژوبلې اړولې ده.