
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، سلواغې لومړۍ) د پاکستان په کراچۍ کې هغه پولیس له دندې ګوښه شوی، چې د نقیب الله مسید پر وژل کېدو قضیه کې یې لاس درلود.
د نقیب مسید د وژل کېدو قضیې څېړلو لپاره یوه کمېټه جوړه شوې وه. ددغې کمېټۍ په سپارښتنه د کراچۍ ملیر سیمې پولیس افسر راو انوار له دندې ګوښه شوی.
راو انوار په نوم افسر ادعا کړې وه، چې نقیب الله مسید د وسله والو طالبانو ملګری و او پولیسو سره مخامخ ډزو کې وژل شوی دی.
وروسته تر هغې چې پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه راپورته شول او د نقیب الله مسید خپلوانو ادعا وکړه، چې نوموړی پولیسو د کراچۍ سهراب ګوټ سیمې له یوه رستورانته بېولی و او وروسته یې مړی وموندل شو.
د نقیب الله مسید له وژل کېدو وروسته د کراچۍ او پېښور په ګډون بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې شوې او مظاهره کوونکو ادعا کړې، چې پولیسو نوموړی بې محاکمې وژلی دی.
ویل شوي، چې نقیب مسید هغه پښتون ځوان و، چې پر ټولنیزو رسنیو یې د پښتون قام لپاره، مبازه کوله.