غزل

داهرساعت چی ژاړمه جانان زما ياديږي
متون زمــــا ياديږي اوځدراڼ زما ياديږي
دجګوغروسرونه يې قربان شم څوڅوځـــــــله
منګل زمـــــاياديږي اوميدان زمـــــــا ياديږي
زما دزړګي سر دي اوزما دسترګو تور دي
تڼي که صبري دي په يو شان زمــــــا ياديږي
لکڼ دي که ګربز دي دغه دوه رانه هير مــــــه کې
چی ژاړم ورپسې يمــــــــه پريشان زمــــــا ياديږي
متون په شانته ښکلي مندوزي اسمعيل خيل مې
داماته سره ګلاب دي په ايمــــــان زمــــــا ياديږي
لږښکته تريزي څوګ می لنډرڅوګ مې صدق دي
دټولـــــــــونه قربان شم په مـــــــــا ګران زما ياديږي
ګورګورې يې مزه کي ارنيخيل که تورو اوبودي
تل غــــــم يې راسره دی په هجـــــــران زما ياديږي
منم چې هرنعمت په خوست کی شته دی خدای دډير کي
خـــــوستی يم متنــــــــوال يمـــــــه توتان زمـــــــــا ياديږي

سيدکريم خوستی