اوس کولی شئ پرته له چارجر څخه د موبايل بېټري چارج کړئ

روهي (نۍ/۳۰ د مرغومي)، په روانه يوېشتمه پېړۍ کې تېکنالوژۍ د يو داسې تېز يون په حال کې ده، چې دننه په يوه ورځ کې په د ېپراخه ډګر کې يو بدلون او وړاندې تلنه ختماً منځ ته راځي.

د ګرځنده ځېرک موبايلونو لپاره د CES بريښنايي شرکت له خوا، داسې يوه آله جوړه شوه، چې پرته له دې چې په موبايل کې چارجر واچوی، د يو څو مترو په واټن کې دغه آله موبايل چارچ کولی شي.

لکه د انټرنېټ د سېګنالونو د وېش لپاره چې وای فای کار کوي، دغه آله بيا کولی شي په يو ځای کې کېښودل شي او مختلفو برخو ته خپل سېګنالونه ورسوي.

دغه آله داسې جوړه شوي، چې له موبايل څخه په بې تاره (Wireless) ډول چارج اخلي او هر کله چې د موبايل بېټري کمزوري شي، نو له ياده آله پرته له تار څخه چارج اخلي.
 
هغه موبايلونه چې د دغه آلې په وسيله چارج کېدای شي، په دننه کې يوه کوچنۍ بله آله نصب شوې ده، چې په مسقيم ډول له يادې آلې څخه سېکنالونه جذب کوي او د موبايل پېټري پرې چارج کيږي.