پکتیکا ولایت کې ۳۹ بابه ښوونځي تړلي دي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۳۰مه)د افغانستان په پکتیکا ولایت کې ټول درې سوه نهه اتیا بابه دولتي ښوونځي شتون لري، چې لاهم ۳۹ بابه  ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ تړلې پاتې دي.
دغه څرګندونې د پکتیکا ولایت د پوهنې سرپرست رییس کریم اتلوال د مېلمه رادیو سره په ګردي مېز خپرونه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په ټوله پکتیکا کې درې سوه نهه اتیا بابه دولتي ښوونځي شتون لري؛ چې په کې یوسلو اوو پنځوس ابتدایه دوه شپيته متوسطې او اویا یې لېسې دي.
اتلوال په خبره، په څلورویشتو ابتدائیه څلورو متوسطه او درېو لېسو کې یې نهه لس زره پنځه سوه شپږڅلورویشت نجونې په زده کړو بوختې دي.
د اتلوال په خبره په ټوله پکتیکا کې نهه دېرش بابه ښوونځي لا هم د زده کوونکو پر مخ تړلي دي، ده وویل چې دا ښوونځي په ډیله خوشامند ولسوالۍ کې دي چې د تړلو ښوونځیو مسوولیت د مختلفو وسلوالو ډلو او قومي مشرانو بولي.
هغه وویل، چې د دوي تر منځ خپلمنځي اختلاف ددې سبب شوی چې په سلګونه زده کوونکي له زده کړو څخه بې برخې پاتي شي.
اتلوال پرته له دې چې د چا نوم واخلي غاښ په شونډه ده، په پکتیکا والو غږ کوي چې هېڅوک مه پرېږدئ چې د پوهنې پر برخه کې ستاسو په حق معامله وکړي، او هر راز همکاري مو د پوهنې پر برخه کې مه سپموئ.
په داسې حال چې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته د پوهنې ریاست لپاره رئیس ورپېژندل شو؛ خو لا هم د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د څو میاشتو را په دې خوا سرپرست لخوا اداره کیږي.