سږ کال په پکتیکا کې د دولسم ټولګیو فارغین زیات وو

(روهي ـ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۴مه) د افغانستان پکتیکا ولایت څخه په ۱۳۹۶لمریز کال کې له پنځلس سوه زده کوونکي فارغ شوي دي.

په دغو فارغ شوو زده کوونکو کې چې دروېشت يې نجونې دي، د پکتیکا
له بېلابېلو لېسو څخه فارغ شوي دي، د دغو فارغ شوو زده کوونکو
شمېر د نورو کلونو په پرتله سږ کال په بې سارې ډول دی.
د پکتیکا ولایت پوهنې سرپرست رئیس کریم اتلوال له رسنیو سره په خبرو کې وویل؛
دا شمېر زده کوونکي یوازي له دولتي لېسو څخه فارغ شوي دي،
نوموړي دا هم وویل چې سږ کال به د کانکور په ازموینه کې اتلس سوه
کسان ګډون وکړي، په داسې حال کې چې تېر کال د کانکور په ازموینه
کې د دوو نجونو په ګډون نهه سوه زده کوونکو ګډون کړی وو، چې سږ
کال يې دا شمېر دوه برابره دي.
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د معلوماتو پر اساس په دغه ولایت کې د
مرکز په ګډون خیرکوټ او ارګون ولسوالیو کې یوازې څلور خصوصي
ښوونځي شتون لري، چې پکې تر ابتدایې دورې پورې د پنځه سوه په
شاوخوا کې زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.