
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مراغومي ۳۰مه) د افغانستان په اړه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې تېره ورځ پاکستاني او امریکایي چارواکو د ترهګرو پټنځایونو په خاطر یو پر بل سختې نیوکې وکړې.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مرستیال جان سولیوان په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، که پاکستان له ترهګرو ډلو سره خپل همکاريو ته دوام ورکړي او هغوي ته یې پټنځایونه ورکړي نو د امریکا نشي کولی له دغه هېواد سره خپل همکاريو ته دوام ورکړي.
هغه ټینګار کړی، چې اسلام اباد باید دغه کار ته د پای ټکې کیږدي او د افغان جګړې د پای په موخه په روانو هلو ځول کې یوه رغنده ونډه واخلي.
بل خوا په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودي بیا ویلي؛ په کار ده چې افغان حکومت او د افغانستان متحدین په افغانستان کې موجوده ستونزو ته پام وکړي.
هغې زیاته کړې؛ هغه کسان چې په دې باور دي، ګواګې د ترهګرو امن ځایونه د افغانستان په بهر کې میشت دي، هغوي دې پر خپلو نظریاتو بیا کتنه وکړي.
افغان او امریکایي چارواکي تل ادعا کړې، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي د وسله والو طالبانو او د حقاني شبکې له هغو پټنځایونو سره مستقیم تړاو لري چې د پاکستان په مهمو ښارونو کې میشت دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره اوونۍ د سولې په اړه د مدني ټولنو، ځوانانو او د ښځو په ملي مشورتي یوه کنفرانس کې د وینا پر مهال او له غیرو مسوولو او غیر قانوني وسله والو ډلو سره د ملاتړ په خاطر پاکستان ته سخت خبرداری ورکړ او ترهګرو ډلو ته یې د لاسټوني مار وباله.