
روهي (نۍ/۳۰ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزير جنرال جيمز مټيس تېره ورځ د جان هاپکنز په پوهنتون کې وويل، چې د امريکا متحدو ايالتونو پوځي سټراټېژي اوس د ترهګرۍ سره د مبارزې سره په څنګ کې د يو ستر سيال پوځي ځواک په جوړولو تمرکز کوي.
مټيس د روسيې، چين، شمالي کوريا او ايران ته په خپلو خبرو کې اشاره وکړه، نوموړی د روسيې او چين په اړه وايي،"روسيه د خپلو نېږدې کونډيو هېوادونو پر وړاندې د ويټو حق کارولی، چې په پايله کې يې ګاونډيو هېوادونو ته د اقتصاد او امنيت په برخه کې سر خوږی جوړ کړی دی، چين غواړي چې په اقتصادي ډول خپل ګاونډيان ووېروي."
همدا ډول مټيس وويل، "شمالی کوريا او ايران دوه سرکښه هېوادونه دي، خپلو غېرې قانوني کړنو ته ادامه ورکوي، د سيمې او نړيوال امنيت پر وړاندې ګواښونه دي، شمالي کوريا او ايران د خپلو وګړو بشري او انساني حقوق تر پښو لاندې کوي."
جنرال مټيس وايي چې د ترهګرۍ سره پر مبارزې سربېره، چې اوس په کې اخته يو، د امريکا متحد ايالتونه به د يو ستر سيال پوځ په جوړولو خپله سټراټېژي متمرکزه کړي.
له پورته څلورو هېوادونو پرته، امريکا د پاکستان سره هم خپلې اړيکې خرابې کړي او په پاکستان يې پوځي مرستې بندې کړې دي.