پاکستان د ازادۍ راډيو د مشال څانګې د تړلو امر کړی

روهي (نۍ/۳۰ د مرغومي)، د ازادۍ راډيو د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د ازادۍ راډيو د مشال څانګې د بنديدو امر کړی.

د راپور له مخې پاکستاني حکومت ځکه د امر صادر کړی، چې دپاکستان استخباراتي ادارې ای ايس ای د ازادۍ راډيو په مشال څانګې تور پورې کړی، چې د پاکستان د حکومت پر وړاندې خپرونې کوي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې مشال راډيو پاکستان د ترهګرو پټنځای بللی او همدا ډول داسې راپورنه يې خپره کړي چې پاکستان يو پاتې حکومت او د پښتنو حقوقو يې نه دي خوندي کړي.

د ازادۍ راډيو عمومي مشر توماس کينت د پاکستان د يادې کړنې په اړه سخته خواشينې ښودلې ده.

مشال راډيو د ډيورنډ کرښې دواړو غړو پښتنو ته په پښتو ژبې خپرونې کوي.