
د استراليا کوينز لينډ پوهنتون روغتیا پالانو دیوې څیړنې په ترڅ کې موندلي چې ږیره پریښودل مو دمخ پوستکې له ګونجي کیدو او دپوستکي له سرطانه ساتي.
څېړنه ښي، چې لمر د زړښت او د پوټکي د غونجېدو لومړنی سبب دی او ږيره دا تاثير لري، چې د لمر تېزې وړانګې د مخ پوټکي ته پرېنږدي. نو ږيره چې څومره ګڼه وي، هغومره يې تاثير ډېر وي.
دڅيړونکو په باور،همدا لامل دی، چې د کوڅه انسانانو مخ تر ږيرورو زر غونجيږي.
ددوۍ په باور،د له بنفسجي وړانګو لوړې وړانګې د سرطان ستر عامل دی، چې ږيره يې مخه نيسي.
دیادولو وړ ده چې دا او دې ته ورته څيړنې چې ساینس یې اوس داثبات لپاره کار کوي ،اسلام مبارک دين شاوخوا څوارلس سوه کاله پخوا بیان کړې دي.