
نقیب خان محسود د کرکې په نړۍ کې
ليکنه: ډاکتر برکت شاه کاکړ
ترجمه: محب هارون
له تېرې ورځې راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې يو انځور بار بار تر سترګو کيږي، چې د روماني داستانونو د کردار ګمان او فکر پرې کيږي. سور و سپين، اوږد قد، ښکلې څڼې او له لېرې څخه د داسې څيرې ليدل چې د اعتماد او باور څرک پکې له ورایه ليدل کېږي.
کله چې له کور څخه دفتر ته تلم نو فیس بوک مې د یو څه وخت لپاره خلاص کړ، لومړى مې د انځور په ليدو سره کوم فکر نه و، خو چې کله مې لیکلې موضوع ولوسته؛ پوه شوم چې دا ښکلی ځوان د يو پوليس په لاس شهيد شوی.
ددغه ښکلي ځوان په هکله مې معلومات ترلاسه کړ، د ځوان نوم نسيم الله او په نقيب خان محسود پيژندل کيده. نوموړى دروان کال د جنوري په (٩) نېټه له سهراب کوټ سيمې څخه چې هلته يې دوکان درلوده له پوليسو لخوا ونيول شو او تیره ورځ د يو پوليس لخوا په حق ورسيده. له وژل کېدو وروسته انکاونټر سپيشلسټ راو انوار په نامه يو پوليس نقيب محسود ته دهشت ګرد خطاب وکړ او د دروغو تورونه يې په محسود پورې کړل. ۲۷ کلن شهيد نقيب خان په ۲۰۰۷ کال کله چې پاکستاني فوځيانو په وزيرستان کې عمليات پيل کړل، د خپلې ټولې کورنۍ سره کراچۍ ته کډه شول چې په زرګونو نورو کورنيو هم په کراچۍ کې ځانونه خوندي ګڼل، په نوي ښار کراچۍ کې نقيب محسود د خپلې سوداګرۍ سره سره ماډلينګ سره هم مينه او علاقه درلوده.
دا څنګه ترهګر و چې د ژوند سره يې مينه درلوده؟
نقيب محسود له ظاهري شکل يو ماډل او ارټيست ښکاريده او د فيس بوک له حالته يې دا څرګنديده چې غواړي د خپل کوچني نازولي زوی څخه په راتلونکي کې يو غټ سړی جوړ کړي. د فيس بوک او هم له دوستانو او خپل خپلوانو څخه يې داسې په ډاګه کيږي، چې شهيد نقيب محسود يو عام ځوان و، چې د قدرت رنګينو سره يې ډیره زياته مينه درلوده، د کار روزګار پرمخ وړلو کې ډیر زيات ماهر، او د ويښتانو يو ځانګړى سټايل او انداز يې درلود. شهيد نقيب محسود د ژوند سره بې سارې مينه درلوده.
که چيرته په ريښتیا هم نقيب محسود مجرم او ګنهګار و، نو د قانون جزا به پرې عملې شوې وه. کم از کم د دې څېرې او ښکلو جامو، ښکلا، سنګار او د پښتون شان ته په کتلو سره به يې فيصله کړې وه. نقيب د وژلو ځوان نه و،
د تعجب خبره ده لکه څنګه به چې په پخوا زمانو کې د عربو ژوند په صحرا کې د يو غړپ اوبو او د تندي سره مخ و. هماغسې نن ورځ د قبايلو پښتنو ژوند هم دى، چې تل د دولت لخوا کډوالۍ ته مجبور شوي، تل ځورول شوي، تل بې عزته شوي، او تل يې حق پايمال شوى. نه قضا، نه لويه څارنوالی، نه قانون، بس راو نواز ځان څخه ملک الموت جوړ کړ او د نقيب محسود دا ښکلې ځواني يې له تېغه تېره کړه.
د سوات، وزيرستان، ټانګ ،خيبرپښتونخوا، دير او نورو جنګ ځپلو علاقو څخه کډه شوې کورنۍ د ذلت او رسوايۍ سره مخ دي. هرې کورنۍ سره د دوي په خپل ځای کې د مينې او عاطفې کيسې موجودې دي چې له کډوالۍ وروسته يې حتی کورونه هم ليلام شوي.
هغه ځای چې د هيواد بهرنۍ پاليسۍ په بدل کې يې خپله سينه بمونو، کارتوسو، مزايلو، او توغنديو ته نيولې، نن هغه ځای د قانون پوهانو له لاسه خوار او ذليل دى. د پښتنو قبايل د دوی له لاسه همداسې پاشل شوي او تيت و پرک شوي، چې د دولت له شفقت او خواخوږۍ څخه محروم دي. هر ډول ظلم، زياتی، ناروا، ناقانوني او بربريت د همدوي بېچاره و سره کيږي؛خو به قربانۍ کې تل همدا پښتون تر ټولو مخکې دی.