قزاقستان: په یوه بس کې اور لګېدلو له امله ۵۲تنه وژل شوي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومی ۲۸مه) د قزاقستان د شمال ختیځ په آق‌ تپه سیمه کې په یو بس موټړ کې اورلګېدلو له کبله، د د دغه هېواد ۵۲تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده. هلته د قزاقستان د آق‌تپه​ د سیمې د اضطراري حالت د ادارې رییس ښاغلي اقتیلیک کینیس رسنیو سره په خبرو ویلي، چې په پېښه کې ټول قربانیان د ازبکستان وګړي دي.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۵ تنه ژوندي پاتې شوي چې هغه هم ازبک دي.