
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۸مه) په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې اغلې نیکي هيلي ویلي؛ دوی اوس اعتماد ترلاسه کړی چې افغانستان پر سم لوري روان دی.
نوموړې، چې کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر وروستي سفر وروسته په نیویارک کې په دغه سازمان کې له خبریالانو سره خبرې کړې دي.
اغلې نیکي هیلي ویلي؛ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت هڅې او د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژې تاثیر ښکاره لیدل کېږي.
هغې زیاته کړې، چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلاره کار ور کوي، ځکه موږ د امریکا د تګلارې د پلي کولو له امله عملاً بدلونونه ولیدل.
موږ له افغانانو سره د سولې په بهیر کې خوا په خوا کار کوو او هدف مو دا دی چې نه غواړو افغانستان نور د ترهګرو لپاره خوندي پټنځی وي.
د هیلي په خبره؛ له امنیت شورا د افغانانو لومړۍ غوښتنه دا وه چې د نړیوالو له خوا دې پر پاکستان فشار واچول شي چې خپل چلند بدل کړي.
بل خوا د م.م امنیت شورا دغې استازې له فساد سره د مبارزې په برخه کې هم د افغان دولت هڅې بريالۍ وګنلې.