
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۸مه) د ایران لوی مذهبي مشر ښاغلي ایت الله خامنه يي تهران کې د اسلامي هېوادونو د پارلمان د استازو په یوه غونډه کې په سعودي سختې نیوکې وکړې.
نوموړي سعودي له امریکا او صیهوني رژيم سره په همکارۍ کولو تورن کړ.
خامنه يي چې له امریکا او اسراییلو سره د سعودي یو ځای کېدل له مسلمانانو سره خیانت بولي.
هغه زیاته کړې، چې سعودي مسلمانانو ته دوکه ورکول غواړي.
د ښاغلي خامنه يي په خبره، مسلمانان له دغومره نفوس او امکاناتو سره کولای شي چې یو ستر ځواک جوړ کړي او د یو ځای کېدو له لارې اغېزمن شي.
داسې ښکاري، چې سعودي له اسراییلو سره پټې او په ټيټه کچه اړيکې جوړې کړې دي.