په هېواد کې وروستي عملي پرمختګونه او لاسته راوړنې لکه د وريښمو تجارتي لارې پرانسته، د چابهار بندر تړون، د ټاپې د پروژې پیل، د تجارت د نړيوالې ادارې غړيتوب، د مرکزي اسيا د هيوادونو سره په بېلابېلو برخو کې مختلفې پروژې لاسليکول، د سلما د بند بشپړېدل او په هیواد کې دننه پانګونه چې یو يې هم د خان سټيل فابريکې پرانسته ده، د هيواد د اقتصادي پرمختګ سره سره د سياسي ثبات او امنيت په برخه کې د پام وړ بدلونونه دي.
څو ورځې وړاندې د هيواد ولسمشر محمد اشرف غني د خان سټيل تر نامه لاندې د سټيلو د یوې سترې فابريکې د پرانست غونډې مراسمو ته تللی و، دغه فابريکې د کابل ښار ختيځ ته د پلچرخي په سيمه کې رسماً په کار پيل وکړ.
سټیل: د پايښت نوم دی چې په پايداره صنعت کې رغنده رول ادا کوي، د سټیلو کار ډېرى وخت په لوړ پوړيزو ودانيو، ماشينونو، اټوموبايل، اوزارو، کښتيو، او نورو مواردو کې چې د اقتصاد په پياوړتیا کې اهمه ونډه لري استعمالېږي. د سټیل لومړی او اهم عنصر اوسپنه ده او عموماً سټيل له اوسپنې څخه جوړېږي.
دهېواد پر اقتصاد د سټيل تجارت اغېزې:
د دولت د لاسته راوړنو څخه يو هم د خصوصي سکتور د اقتصاد برخې پياوړي کول دي، چې دولت پوره واک او اختيار ورکوي، تر څو خصوصي سکتور (پراييوټ سکټر) قوی او رشد وکړي، صنعت پرمخ بوزی او هم صنعت متداوم وساتي.
د سټیل کارروزګار د صنعت د پياوړتیا په موخه يو اهم ګام دی، چې د هيواد د صنعت برخه غښتلې کوي. د خان سټیل په جوړېدو سره به زيات شمير ځوانان چې له بې کارۍ سر ټکوي، په روزګار او وظيفو شي او د بې کارۍ کچه به راټيټه شي. که د سويډن د فولادو کمپنۍ وګورو، نوموړې کمپنې (۵۰۰۰۰) تنه کاريګر لري.
دلته د هېواد په اقتصاد باندې د خان سټيل اغيزې په څو ټکو کې بيانوو:
١-د خان سټیل کمپنۍ په جوړيدو سره به هغه واردات چې د سټیل په برخه کې به مو کول، په بشپړه توګه بند، او د خپلو سټيلو د استعماليدو خاوندان به شو.
٢-په زياته اندازه هغه بې کاره اوسپنه چې په هیواد کې اضافه ده، نورو ګاونډيو هيوادونو ته نه ليږو، همدا اوسپنه او نور مواد به ريسيکل کوو (ګردانوو)، تر څو ترې نوي سټيلي مواد جوړ کړو، په دې سره به پر هغو خامو موادو چې د بهر څخه يې واردوو هم اغيز پرېباسي.
٣-د خان سټيل په جوړيدو سره به د هيواد په عوايدو کې ډېروالی راشي.هغه پيسې به مو چې په لومړيو کې د سټیلو د تجارت لپاره نورو هيوادونو ته ليږدولې، اوس يې په خپل هیواد کې مالکين شو، يادې پيسې به په خپل هيواد کې مصرف او سرکوليت کيږي.
٤-د خان سټیل تجارت سره به نور سکتورونه هم تر مثبت اثر لاندې راشي، چې د ترانسپورت، کمينکشن، ايي ټی، اب برق، سکتورونه به وده وکړي، او زيات شمير وګړي به مو په ياده برخه کې له بيکارۍ څخه وژغورل شي.
٥-د خان سټیل تجارت سره به اصل او لومړى درجه جنس دننه په هيواد کې توليديږي او د بل هيواد د بې کيفيته، بېکاره او کم اصل جنس له پيرودلو څخه به خلاص شو.
٦-د خان سټیل د فابريکې په جوړولو به د هماغه ځاى د وګړو د ژوند سطحه لوړه شي.
٧-د خان سټیل په تجارت سره به د دولت ماليه کې ډېروالى راشي، چې دولت به یاده ماليه د لويو لارو په جوړولو، دولتي ځايونو او اورګانونو په جوړولو کې مصرفوی، په دې سره به مو ډېرې لارې جوړې شي او په ډيره اسانې او کم وخت کې به توکي له يوه ځای څخه بل ځای ته لېږدوو.
٨-د خان سټيل د فابريکې په جوړښت به د وارداتو سطحه کمه شي او د صادراتو اندازه به مو زياته شي. د هيواد هر وګړى به مو په اسانۍ او ارزانه بيه له سټیلو څخه استفاده کولاى شي.
٩-افغانستان د اوسپنې د ذخايرو او زړو اوسپنو د سټاکونو په درلودولو سره يو غني هيواد دی، چې کولاى شی په زيات مقدار توليد وکړي تر څو د سټیلو تجارت نورو هيوادونو ته هم وغځوي.
له پورتينو څرګندونو وروسته ويلى شو، چې سټیل تجارت د هيواد په صنعت کې يو نوی انقلاب او بدلون دی چې د هيواد په سوداګريزه برخه کې او هم په اقتصادی لحاظ ډېر مهم رول او ارزښت لري. د خان سټیل د فابريکې په فعاليدو سره به د هيواد اقتصاد لاپسې غښتلى شی او د خپل صنعت خاوندوان به يو. د سټیل په برخه کې هغه تکيه چې د لسيزو راهیسې مو د ګاونډيو هيوادو لکه پاکستان، ايران، او مرکزي اسيا هيوادونو وه، راکمه شي.
د سټيل (فولادو) توليدات د پايښت لرونکي ټولنې په پراختيا کې مهم رول لوبوي، چې د نوو شرکت استخدام، د صادراتو عوايد، د مالياتو عايدات او نوښتونه توليدوي. که په ورته نورو سکتورونو او برخو کې همداسې فکر او غور وشي نو د هيواد په سياسي، اقتصادي، امنيتي او ټولنيز حالت کې ژور بدلون رامنتځته کيدای شي.
وروستي