د ټرمپ طبي معاينات تر سره او پايله يې څرګنده شوه

روهي (څلرونۍ/۲۷ د مرغومي)، د تېرې جمعې په ورځ د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ طبي او روغتيايي معانيات ترسره شول، واک ته له رسېدو رورسته دا لومړی ځل دی چې د ټرمپ طبي معاينات کيږي، معاياناتو نېږدې درې ساعتونه وخت ونېولو.
 
د سپين ماڼۍ يو تن ډاکټر د ترسره شويو معايناتو پايله له رسنيو سره شرېکه کړه، نوموړی وايي "د ولسمشر ټرمپ طبي معاينات په بريالېتوب سره تر سره شول، هېڅ ډول ستونزه شتون نه لري، د نوموړي ذهني او عصبي سېسټم نارمل او روغتيايي دي، ولسمشر د روغتيايي له پلوه روغ دی او د ولسمشرۍ وړ دي."
 
د سپين ماڼۍ له ډاکټر څخه پوښتنه وشوه، "کله چې يو څوګ پروټين لرونکي خواړه، ماهي، سور کړی چرګ او نور خوري او په عين وخت کې ورزش هم نه کوي، نو څنګه شوني ده چې کومه روغتيايي ستونزه ونه لري او په فزيکي ډول ښه وي؟"
 
د ياد ډاکټر ځواب دا وو ، چې دا هر څّه تر ډېره په جينيټک پورې اړه لري، او ولسمشر ټرمپ ډېره ښه او صحي جن لري.
 
خو ياد ډاکټر ويلي، چې ولسمشر بايد له شحم لرونکو خواړو له خوراک ډډه وکړي او همدارنګه فزيکي تمرين ورته اړين دي.
 
د ولسمشر ټرمپ اړه ويل کيږي، چې عصبي ستونزو څخه زوريږي، مه څه ولسمشر ټرمپ دغه خبرې رد کړي او ويلي وو،چې هېڅ ډول ذهني ستونزه نه لري او يو ډېر ښه نابغه هم دی.
 
د امريکا اوسنی ولسمشر دونالد ټرمپ ۷۱ کاله عمر، ۶ فوټه او ۳ اېنچ قد لري، د وينې فشار يې ۱۱۶/۷۰ دي. که څه هم د نوموړي اورميږ غټ ښکاري خو په طبي معايناتو کې نوموړی د تايراد غدې ستونزه نه لري.