
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۷مه) د ایران ولسمشر له روسيې، سوريې او ترکيې سره خپل غږ یو کړی او د امریکا له خوا يې په سوریه کې د کردانو په مشرۍ د یوه ۳۰ زره کسیزه سرحدې ځواک د جوړو مخالف ښودلی دی.
ایران کې رسنیو ته ویلي، چې حسن روحانې تیره ورځ په تهران کې د سوريې د پارلمان له مشر سره په کتنه کې وویل، دا نوی پلان چې امریکا يې په پام کې لري، له نړیوالو قوانینو او د سوريې او د سیمې د هېوادونو له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده.
په سوریه کې د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ ائتلاف په روانه اوونۍ کې وویل چې د یوه نوې سرحدې ځواک د جوړولو پلان لري چې په کې د سوريې د کردانو د ډموکراتیک اتحاد وسله وال شامل وي.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان له دې وړاندې ویلي و، چې هېواد يې د کردانو په مشرۍ د سوريې د سرحدې ځواک د ځپلو لپاره د عملیاتو تیاری نیسي.
ترکیه د کردانو د ډموکراتیک اتحاد ګوند او د هغې وسله واله ډله ترورېستې سازمان ګڼي.