
روهي (درې نۍ/۲۶ د مرغومي)، نن ورخ د پاکستان د حکومت په هڅو د ياد هېواد ۱۸۰۰ ديني عالمانو په مشترک ډول فتوا ورکړه او په پاکستان کې يې د ځانمرګو بريدګرو بريدونه او حملې د اسلام په رڼا کې حرامې وګڼلې.
په داسې حال کې چې د پاکستان ځينې ديني مدرسې د ترهګرو د روزنې مرکزونه بلل کيږي، په لومړی ځل پاکستاني عالمانو د روانو ناامنيو په اړه داسې فتوا ورکړه.
د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د پاکستان د علماء شورا دغه کار ستايلي او هيله يې ښوودلې، چې په دې سره به په پاکستان کې په ترګريزو بريدونو کې کموالی راشي.
افغان حکومت څو ځلې له پاکستان غوښتنه کړي، ترڅو پاکستاني ديني عالمان اړ کړي، چې په افغانستان کې د ترهګرو بريدونو په اړه د حراموالي فتوا ورکړي، خو نه دپاکستان حکومت او نه هم ديني عالمانو تر اوسه په دې خبر عمل کړی.
په نننۍ فتاويه غونډه کې د پاکستان مشهور ديني مولانا فضل ارحمن هم برخه اخېستي وه، فضل الرحمن په خپله يوه مرکه کې ويلي وو، چې په افغانستان کې ترهګريز بريدونه روا او په پاکستان کې حرام دي.