
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۶مه) ترکیې خبرداری ورکړی، چې په سوریه کې د کردانو په مشرۍ د امریکا پر متحدو وسله والو ښايي برید وکړي.
روسیې سوریې او ترکیې پر امریکا انتقاد کړی چې د سوریې په شمال کې یې د کردانو په مشرۍ د ملېشو د ۳۰ زره کسیز سرحدي ځواک په جوړولو کې مرسته کړې ده.
د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون وویل متحد ایالات اوس اعتراف کوي چې زموږ د هېواد په اوږدو کې یو تروریستي ځواک جوړوي.
اردوغان ویلي، چې اوس زموږ مسوولیت دی ترڅو دا تروریستي ځواک له جوړېدو مخکې ویجاړ کړو.
اردوغان وویل د سوریې د شمال په افرین سیمه کې د کردانو په مشرۍ پر ځواکونو د حملې لپاره تیارۍ بشپړې شوي.
بل خوا دمشق هم د دې سرحدي ځواک جوړېدل پر خپل ملي حاکمیت پرضد ښکاره برید او له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
د امریکا په مشرۍ ایتلاف ویلي چې هدف یې دا دی چې په راتلونکو څو کلونو کې شااوخوا دېرش زره کسیز سرحدي امنیتي ځواک جوړ کړي.
د امریکا په مشرۍ ائتلاف وایي، شااوخوا ۲۳۰ تنه اوس مهال په لومړنیو روزنو بوخت دي.