عراق: په بغداد کې ۲ انتحاري حملو لږ تر لږه ۳۸ کسان وژلي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۶مه) د عراق د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پلازمېنې بغداد په مرکز کې په دوو انتحاري حملو کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي او ۱۰۵ تنه ټپیان دي.
هتلته د دغه وزارت ویاند سعد معن سعدمان وايي، چې برید کوونکو تیره ورځ د پلازمېنې ساحت ال‌طیران څلور لاره په نښه کړې وه.
ساحت الطیران یوه سوداګرېزه سیمه ده چې ډېری خلک له سهار وختي د ورځني کار موندلو لپاره هلته راټولېږي.
تراوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه‎دی منلی.
خو تر دې وړاندې ورته بریدونه د اسلامي ډلې یا داعش وسله‎والو له‎خوا ترسره شوي دي.
د عراق د صدراعظم دفتر ویلي چې حیدرالعبادي تر دې چاودنو وروسته له پوځي او استخباراتي چارواکو ولیدل او ویې غوښتل چې د داعش خوندي مرکزونه باید له‎منځه یوړل شي.
د عراق حکومت په تېر ډیسمبر کې د داعش پر وړاندې د جګړې ختم وروسته له هغه اعلان کړ چې داعش وسله‎وال له بغداد او د عراق له نورو سیمو څخه وایستل شول، خو لا هم دغه ډله د بغداد په شمال کې فعاله ده.