افغانان د جنورۍ په لومړی نيټه پیداشوي

 
د ۲۰۱۸ م کال د جنوری په لومړی نیټه سهار مهال خپل د فیسبوک اکاونټ ته داخل شوم تر څو نوي او تازه معلومات پکې وګورم او یا له خپلې سیمې او منطقې له حال او احوال څخه خبر شم ځکه چې د ژورنالیست خو سراو کار له همدې سره وي، چې د سیمي هیواد او نړی له حالاتو ځان خبر کړي او یا نوي نوي اطلاعات او موضوعات پکې وګوري خو مخکې له دې چې د نورو جالبو موضوعاتو په لټه کې شم سم د واره د فیسبوک ادارې پیغام یا مسیج راورسید چې ستا د فلاني او فلاني ملګري په شمول ۱۰۳۶ یو زرو شپږدیرش د فیسبوک ملګري د زوکړې ورځ لري چې باید مبارکي یې ورکړې حیران شوم چې د دومره کسانو په یو وار د زوکړې ورځ دا څنګه کیدلي شي خو دا کار یوازې زما پر اکاونټ نه ؤ بلکې ترڅنګ ناستو ملګرو په اکاونټونو کې هم همدې ته ورته مسئله وه چې ټولو ته دا ډول پیغامونه راغلي ؤ.
 
د دغه مسئلې اصلي لاملونه څه دی؟
یو لامل یې د اوسني ځوان قشر د والدینو غفلت او بې پروایی ده چې د خپلو اولادونو د زیږون دقیقه نیټه یې نه یاداښت کړې چې له امله اوس ډیری ځوانانو ته خپله د زوکړې ورځ نه ده معلومه.
 
بل لامل یې دا دی چې ګڼ افغانان د زوکړې اسناد نه ‎لري او ډېرو ته یې د خپل تولد دقیقه نېټه هم نه‎ ده معلومه اوس چې په ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک کې د ځان ثبتولو او همدارنګه نورو قانوني اسنادو د اخېستلو لپاره د زوکړې دقیقه نېټه ځیني غواړي، نو دوی په خپله خوښه د کال له ورځو ځان ته یوه انتخابوي او ډېرو هغو افغانانو چې د زوکړې ورځ یې نه ‎ده ورمعلومه د جنورۍ لومړۍ نېټه انتخاب کړې ده او دا د عیسوي کال لمړی میاشت ده چې په ټولنیزو شبکو کې په اسانۍ سره انتخابیدلی شي که څه هم په ټولنیزو شبکو کې د جنوري لمړۍ نیټه د زوکړې د ورځې په مناسبت راتلل کومه د اندیښنې وړ ستونزه نه ده خو د زیږون د نیټې غلطي بیا هغه لویه ستونزه ده چې په روان ژوند کې مو له ګڼو ستونزو او سرګردانیو سره مخامخ کولی شي دلته د خپلې هغه مقالې یوه برخه راخلم چې عنوان یې دی د پیدایښت غلطه نیټه او ستونزې.
 
د پیدایښت د غلطې نیټې یوه ستونزه دا ده چې په رسمي وظیفه کې د بې وخته تقاعد یا له دندې څخه د لیرې کیدو سبب کیږي ډیری داسې رسمي کارکوونکي یا پوځي منصبدران مې ولیدل چې عمرونو به یې د تقاعد اصلي معیاد ته نه وو رسیدلي خو د خپلو اسنادو له رویه به تقاعد شوي وو په داسې حال کې چې دوی به لاهم ځوان وو او د کار او خدمت کولو به یې ښه انرژي درلوده چې د سوانحو له مخې به عمر خوړلي ښکاریدل خو دولت به تقاعد ورکړی ؤ چې دوی له دې کاره ډیر ځوریدل، برعکس ځني به داسې هم ؤ چې له جسمي پلوه او د خپل اصلي عمر له مخې به تقاعد ته برابر ؤ خو د تذکرې او سوانحو پر بنسټ به تقاعد نه ورکول کیده او خپله دنده به یې د ستونزو او فشار لاندې پرمخ بیوله.
 
یو بل ژوندۍ مثال یې د هغو مسافرو افغانانو بیر ته هیواد ته رالیږل دي چې په بهرنیو هیوادونو کې یې د ګوتو په شمیر یو څو کاله کارونه او وظایف اجرا کړل خو د خپلو تذکرو او یا هم پاسپورټونو له مخې د دوی د قوانینو له مخې ۶۵ پنځه شپیته کالنۍ ته رسیدلي ؤ نو له کاره یې لیرې کړل او خپل هیواد ته یې راولیږل.
 
لا هم زمونږ په کلیو او بانډو کې والدین د خپلو اولادونو د زیږون نیټه نه لیکي او صرف په یاد کې یې نیسي چې څو کاله ورسته یې له یاده وتلي وي او د خپلو اولادنو له عمر څخه هم ناخبره وي په کار ده چې د خپلو اولادونو د زوکړې دقیقه نيټه په منظمه کتابچه کې ولیکي او خوندي یې وساتي.
 
دا چې په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان په لویو ښارونو کې یو شمېر روغتونو نویو زیږیدلو ماشومانو ته د زوکړې تصدیقونه ورکول پیل کړي، هغه څه چې د دې هېواد پخوانیو نسلونو نه درلول نو پکار ده چې دغه تصدیقونه په پوره ارزښت سره وساتو.