
روهي (درې نۍ/۲۶ د مرغومي)، د پاکستان په بلوچستان ايالت (کېچ) نومي سيمه کې، چې له ايران سره په سرحد کې پرته ده، د پاکستاني سرتيرو پر موټر بريد شوی، چې په پايله کې پنځه پاکستاني سرتېري وژل سوي او شپږ نور يې ټپيان کړې دي.
پاکستاني چارواکو د بريد پخلی کی، په وينا چې بريد تېره شپه هغه وخت رامنځ ته شو چې، سرتيري د کېچ له سيمې څخه د تېرودو په حال کې وو.
د بلوجستان ازادي غوښتونکي غورځنګ د بريد پړه منلي، ياد غورځنګ په پاکستان کې غېرې قانوني اعلان شوی.