
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۵مه) په انګلستان کې کار ګوند مشر ښاغلي جرمي کورمین ویلي، چې د انګلستان اړیکې له امریکې سره مهې نه دي.
نوموړي چې له یوه ټلویزیون سره مرکه کړې کړې؛ ویلي یې دي، چې له امریکې پرته د دوی نورې مهې اړیکې هم لري.
دغه خبره چې انګلستان له امریکا سره (ځانګړې اړیکې) لري، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د انګلستان وتلي لومړي وزیر وینسټن چرچل کړې وه.
هغه د انګلستان د یوه پخواني لومړي وزیر په اړه ویلي؛ چې هغه اوس هم واشنګټن په کلتوري لحاظ د لندن لپاره ډير مهم دی.
انګلستان ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ د سفر د لغوه کولو په اړه کوربین زیاته کړې، چې زه خپه او حیران نه شوم. نوموړي وویل چې هغه به انګلستان ته په راتګ سره له لوی مخالفت سره مخ شوی و.
د امریکا ولسمشر چې راتلونکې میاشت يې لندن ته د امریکا د سفارت د نوې ودانۍ پرانېستو له پاره د ورتلو پلان درلود، خپل پلان لغوه کړ. ټرمپ لندن کې د ده پر ضد د لویو او پراخو مظاهرو له وېرې دغه پلان لغوه کړی دی.
د انګلستان کارګر ګوند او د محافظه کار ګوند غړې او لومړۍ وزیرې تریزا می د ټرمپ ځینې خبرې غندلي او هغه يې پاروونکې بللې وې. انګلستان کې عامو خلکو هم له ټرمپ څخه کرکه ښودلې ده.