د کشمیر پر اړوندې کرښې پاکستان او هند یوه بل ته د پوځي مرګ ژوبلې ادعا کړې

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۵مه) د کشمیر په اړندې لانجمنې کرښې دواړو غاړو پاکستان او هند یو بل ته د مرګ ـ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
په دغه کنترولېدونکه کرښه باندې هندي او پاکستاني پوځیانو په یوه بل ډزې کړي چې دواړو لورو ته د مرګ ـ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي دي.
بل خوا د پاکستان پوځ ویلي، چې څلور پوځيان يې وژل شوي او ځوابي برید کې يې درې هندي پوځیان وژلي دي.
د دغه هېواد د پوځ خبري اعلامیه له مخې، د ډزو تبادله په کوټلې سیمه کې شوې ده.
 هندی پوځ بیا ویلي چې یو هندی پوځي وژل شوی او ځوابي برید کې يې اووه پاکستاني پوځیان وژلي دي.
هند د څلور پاکستاني پوځیانو د ټپي کېدو خبره هم کوي.
څو ورځې وړاندې د هند د پوځ مشر بېپن راوت ویلي وو، که حکومت يې ورته امر وکړي؛ نو شا ته به و نه ګوري او د پاکستان په خاوره کې به مخکې ته تګ ته دوام ورکړي.