
روهي (دوه نۍ/۲۵ د مرغومي)، په سينما او فېلم باندې له ۳۵ کلن بینديز وروسته، سعودي چارواکو په دغه هېواد کې فېلم، سينما، تياتر او د فېلم صنعت ته د فعاليت اجازه ورکړه.
دهغه قانون مطابق، چې په سعودي عربستان کې يې، کنسرټ، کمېډي نندارو او ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړه، د روان کال په مارچ کې به يو لوی تياتر په جده ښار کې پرانېستل شي.
د سعودي سوداګر وايي، چې مونږ د سينما او تياتر په برخه کې سوداګري او صعنت نه لرو، نو د نوي قانون په منځ ته راتګ سره به په دغه صنعت کې پانګونه وکړو.
په ۱۹۸۰ کالنو کې د سعودي د وخت حکومت له خوا په سينما او فېلم باندې بنديز ولګېدو او اوس د ۳۲ کلن وليعهد شهزاده محمد بن سلمان په هڅو په قانون ک تعديل راغلی، ښځو، فېلم او تياتر د فعاليتونو اجازه ورکړل شوه.