
ولې ؟
ليکوال : م ،ح
يادښت : ديوې داسې محصلې کيسه چې کله يې دلوړوزده کړوخيال نه ووکړى
لکه څرنګه چې دهرې موراوپلارارمان داوي چې اولادونه ېي دې ښه زده کړه وکړي اوښه روزنه دې ولري ،زماموراوپلارهم داډول ارمان درلودخوله بده بخته چې دهغوى عمرډېرکم وو زه څلورکلنه وم چې پلارمې شهيدشو اودوه کاله وروسته مې مورهم دلاسه ورکړه په دې وخت کې دافغانستان حالات خراب وو موږ دخپل تره سره مخ په پاکستان کډوالۍ ته اړشوو .
څرنګه چې ماله وړکتوبه له تعليم سره ډېره مينه اوعلاقه لرله اوهمغه عمرمې ښوونځي ته دتلولپاره هم مناسب وو تره مې سره ددې چې دنجونودتعليم سره جوړنه وو زه يې دپه يوه ښوونځي کې چې نوى فابلېک هاى سکول نومېده داخل کړم دنسري کلاس نه تراول کلاس پورې اول نومره وم ، په دې وخت کې مې تره هم ډېرزيات خوشحاله وو اوزه يې زده کړې ته تشويقولم .
يوه ورځ دکلني امتحان نه وروسته چې زه کورته راغلم تره مې په کورکې ووپه دې وخت کې زه په غېږکې ونيولم اوهغه ډالۍ يې راکړه چې په همدې مناسبت يې ماته جوړه کړې وه ، په خندااوخوښۍ يې راته وويل چې زه به له خپلې ګرانې لورنه ډاکتره جوړوم .
زه ډېره خوشحاله وم ځان راته دنړۍ نېکمرغه نجلۍ ښکارېده خوزمانصيب خراب وو . زه په اول ټولګي وم چې دتره دسرله سيوري هم محروم شوم اوموږ هم بېرته دمجبوريت له مخې افغانستان ته راغلولکه څرنګه چې ماله ښوونځي سره زياته مينه لرله په افغانستان کې مې هم په دويم ټولګي کې ځان شامل کړپه هغه وخت کې حالت خراب وو ، زده کوونکي به په ډاګونواوتيږوناست وو اودرس به يې ويلو، درسونه ښه وو ، خوکله چې ددويم ټولګي نه درېيم ټولګي ته لاړم په افغانستان دطالبانوواکمني راغله اودنجونوپه مخ دښوونځيودوازې وتړل شوې ،څلورکاله وروسته موبياپاکستان ته مخه کړه . په پندۍ کې مو هستوګنه غوره کړه هلته مې په يوه ښوونځي کې چې پاکستانۍ وو انګليسي اواردو ژبې وې اوتدريس پرې کېده خوبيامې هم ددې ستونزوسره سره خپلې هلې ځلې کولې .دخپلوسيالانوسره مې سيالي کوله حتى درېيم اوڅلورم نومره به کېدلم ترنهم ټولګي پورې هلته وو دحامدکرزي دحکومت سره سم بياخپل هېوادته راستانه شوو دولسم ټولګى مې په کابل کې ولوست اودکانکورازموينې وروسته دننګرهارپوهنتون دښوونې اوروزنې پوهنځي ته کاميابه شوم درس مې پيل کړخوهره ورځ به چې له پوهنتون نه کورته راغلم نونياته به مې ويل چې زه ډېره زړه تنګې يم ياني پخوامې چې څومره لېوالتياوه اوس نشته ، اوبل حالات هم زمازده کړې ته مناسب نه دي دهغې هم زماداډول خبرې اوټنبلي نه خوښېدله هغې به ويل چې خيردى څوک خوټول عمر په يوه حال نه وي اونه به هروخت اول نومره وي ،هغې به ويل په کورکې تاته درې واړه دندې سپارل شوې