بغداد: په ځان مرګي بريد کې ۲۷ کسان ووژل شول او ۶۴ نور ټپيان شوې دي

روهي (دوه نۍ/۲۵ د مرغومي)، د عراق په مرکز بغداد کې نن ورځ د يو ځانمرګي بريد په پايله کې ۲۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۴ نور ټپيان دي.
 
بريد د دوو ځانمرګو بريدګرو په وسيله د بغداد ښار په مرکزي برخه (ال-تاياران) څلولارې کې چې دلسګونه کارکوونکو د کار ځای وو، رامنځ ته شوی دی.

د عراق کورنيو چارو وزارت د بريد پخلی کړی او امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي، د عراق د روغتيا وزارت وايي چې ښايي د مرګ - او ژوبلې شمېره له دې هم لوړه شي، د وزارت په وينا په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

په ټولنيزو رسنيو کې د بريد خپره شوې ويډيو ښيي، چې بريد ډېر زورو وو او شاوخوا سيمې ته يې هم مالي زيان اړولی دی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې دياد بريد مسووليت په غاړه نه دی اخېستی.