لس (۱۰) هغه شيان چې پرته له ډاکټر او دوا څخه د غاښ درد له منځه وړي

لس (۱۰) هغه شيان چې پرته له ډاکټر او دوا څخه د غاښ درد له منځه وړي

په غاښونو کې سوري، د غاښونو تورېدل، د غاښونو ميکروبي کېدل، د غاښونو خوسا کېدل او نور ډېر لاملونه دي، چې د غاښونو د درد سببب کيږي.

د غاښ درد هم لکه د وجود د نورو غړو درد، انسان ناراحته کوي او په ستونزو کې يې اچوي. ځينې وخت د غاښ درد په داسې وخت کې پيښيږي چې نه نېږدي ډاکټر او نه هم کومو ځانګړو درملو ته لاس رسی وي.
 
په دې لېکنه کې درته لس هغه شيان په ګوته کوو، چې پرته له دې چې ډاکټر ته لاړ شی او يا هم درمل وخوری، د دغه څېزونو په مرسته په کور دننه د غاښ له شر څخه په امن کې شی.
 
۱- لونګ: د لونګو دانې په خپل ترکيب کې بې حسه کوونکي عنصر لري، چې د (يوجونول) په نوم ياديږي. کله مو چې غاښ ډېر درد کوي نو يوازې دوه دانې د لونګو په غاښ کې ونېسئ، له دوو څخه د ډېرو لونګو دانې ډېره بې حسي هم منځ ته راوړي، نو شوني ده چې د غاښ د عصبي رشتو د له منځ تګ لامل شي.
طريقه يې داسې ده، چې د لونګو دانه په غاښ پورې ونېسئ چې درد کوي، خو پام چې د لونګو اوبه درڅخه تېرې نشي.
 
۲- مالګه او ګرمې اوبه: د غاښ درد لپاره بله په کور دننه او ارزانه درملنه د مالګې او ګرمو اوبو محلول دی، د مالګې او ګرمو اوبو محلول جوړ کړئ او بيا يې د ۲ څخه تر ۴ دقيقو لپاره په غاښ کې ونېسئ. د مالګې او ګرمو اوبو محلول پرته د غاښ درد له کموالي د اوريو او همدارنګه د خولې د وينې کيدو لپاره هم ګټور دی.
 
۳- يخ: د يخ ټوټه هم د غاښ د درد په کموالي کې اغېزمنه ده، د يخ ټوټه راوخلئ او په هغه غاښ پورې يې د يوې دقيقې لپاره ونېسئ، چې درد کوي.
 
۴- هوږه: د غاښ د درد لپاره بله په کور دننه دوا هوږه ده. د هوږې يوه ټوټه سيپنه کړئ او د يوې دقيقې لپاره يې د درد کوونکي او بل غاښ (پاس يا لاندې) په منځ کې وژويئ، نو د غاښ درد څخه به په امن کې شئ.
 
۵- پياز: د هوږې په ډول پياز هم د غاښ درد له منځه وړي. پياز سپين کړئ او يوڅو ټوټې يې د پنځو دقيقو لپاره په خوله کې ونېسئ، نو هغه بکترياوې چې د غاښ درد لامل دي، ځای پرېږدي او وژل کيږي.
 

۶- د مرچو پوډر: د چای يوه کاشوغه د مرچو پوډر له يو څو څاڅکو اوبو سره ګډ کړئ، بيا سره، وروسته دغه مېکس مواد په هغه غاښ پورې ونېسئ چې درد کوي.
 
۷- د ليمو پوستکی: له ليمو څخه پوستکی لېرې کړئ، د ليمو پوستکي په وسيله هغه غاښ ته د يوې دقيقې لپاره مساج ورکړئ چې درد کوي، نو ډېر زر به يې په پايله پوهه شی.
 
۸- هايدروجن پرواکسايډ: په برابره اندزه هايدروجن پرواکسايډ او اوبه سره ګډې کړئ، بيا مو خوله د ۳۰ ثانيو لپاره پرې ومېنځئ او يا يې هم په خوله کې د ۳۰ ثانيو لپاره ونېسئ. هايدروجن پرواکسايډ په کمې بيې سره په هر درملتون کې پيدا کولی شئ.
 
۹- الما: الما مالټې ته ورته روڼ شين رنګ لرونکې مېوه ده، چې په خپل جوړښت کې په زيات شمېر د سي ويټامين لري، د سي ويټامين خوړل هم د غاښ درد له منځ وړي او هم د اوريو وينه دروي.
 
۱۰ - او ورستی دا چې، که د غاښ درد مو له ډېر وخت راهيسي وي، ژور سوري ولري، پاړسوب او ميکروب يې اخېستی وي او يا هم غاښ تور شوی وي، نو غوره دا ده، چې له اوړند د غاښونو له ډاکټر سره پرې خبرې کړي او درملنه يې وکړئ.